د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له ښځو سره د زور زیاتي څه باندې ۷۲زره قضیو ته رسيدګي


د افغانستان ستره محکمه وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې ۷۲۴۶ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

ستره محکمه وايي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخولې یادو قضیو ته چې زیاته برخه یې د جنسي تېري‌ دي د ۱۳۹۴کال له پیل نه تر دامهاله د ابتدائيه او استېناف محاکمو لخوا رسیدګي شوې ده.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند امان الله ایمان د چهارشنبې په ورځ د کب پر ۱۵مه په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرنس پرمهال وویل چې تر ټولو زیاتې قضیې د جنسي تېري، وهلو ټکولو، او قتل دي.

ایمان زیاته کړه:"د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې قضیو کې ۹۷۰ یې د جنسي تېري، ۷۲۰ د وهلو ټکولو، ۳۲۰ قتلونو، ۱۴۵ د ښځو د ځورونې، ۱۱۳ د ځان وژنې، ۸۷ یې د وهلو ټکولو له امله ټپي کېدو او ۴۱ نورې هم د ښځو د ټپي کېدو قضیې دي."

بشري بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو‌ په وړاندې پر تاوتریخوالې اندېښنه ښودلې
بشري بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو‌ په وړاندې پر تاوتریخوالې اندېښنه ښودلې

د سترې محکمې د معلوماتو له‌مخې کابل او هرات د هغو ولایتونو په سر دي چې د ښځو په وړاندې زیات تاوتریخوالی پکې تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه موده کې په کابل کې د ښځو په وړاندې ۱۰۷۴، هرات کې ۴۱۲، بلخ ۲۷۳، کندز ۲۵۷ او کندهار کې ۶۷ قضیې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې پر دې سر بېره ۴۹۰۰ بېلابېلې قضیې چې هغه کې په زور سره ښځې بد لمنۍ ته هڅول، په مرګ ګواښل، د اولاد نقصان، اختطاف، له قانوني سن څخه مخکې واده کول، د ښځو پلورل او د واده کولو حق ورڅخه اخیستل نور هغه موارد دي چې د سترې محکمې لخوا ورته رسیدګي شوې ده.

ښاغلي‌ ایمان زیاته کړه چې د یاد عمل تر سره کوونکي د افغانستان د نافده قوانینو له‌مخې د محاکمو لخوا مجازات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په لیرو پرتو سیمو کې ګڼې مېرمنې عدلي او قضايي ادارو ته لاسرسی نه لري
دا په داسې حال کې ده چې په لیرو پرتو سیمو کې ګڼې مېرمنې عدلي او قضايي ادارو ته لاسرسی نه لري

ستره محکمه وايي، د دې ترڅنګ یې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالې ۳۵۰۹ قضیو ته رسیدګي کړې او څېړل شوي دي.

د افغانستان سترې محکمې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګۍ په برخه کې یو ځانګړی دېوان او د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ځانګړې محکمې رامنځته کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د مدني ټولنو ګروپ وايي، چې د دوی د سروې له‌مخې چې په کابل، بلخ، ننګرهار، بامیان او هرات ولایت کې تر سره شوې ښه يي چې د مېرمنو په وړاندې کورنی تاوتریخوالی پر خپل ځای دی.

دغه ګروپ ویلي چې په یادو ولایتونو کې نژدې ۷۶ سلنه نارینه له خپلو مېرمنو سره تاوتریخوالی کوي.

نا امنۍ، فقر او بېوزلي، د عامه پوهاوي کموالی عدلي او قضايي ارګانونو ته نه لاسرسي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له عمده لاملونو څخه شمېرل کېږي.

XS
SM
MD
LG