د لاس رسي وړ اتصالات

افغان نجونو د فوټبال لوبډله آسیايي سیالیو کې ګډون کوي


د افغانستان د نجونو د فوټبال د لوبډلې د تمرین یوه څنډه
د افغانستان د نجونو د فوټبال د لوبډلې د تمرین یوه څنډه

ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کې ګډون وکړي چې په پاکستان کې ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سکرتر جنرال علي آقا زاده وايي چې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د نجونو د فوټبال سیالۍ د اتو هیوادونو ترمنځ ترسره کیږي چې افغانستان په ب ګروپ کې شامل دی.

د ښاغلي آقازاده په وینا د افغان نجونو د فوټبال لوبډله به د نومبر په اتمه نیټه پاکستان ته روانه شي او سیالۍ په رسمي توګه د نومبر په یولسمه نیټه پیلیږي.

دا ځل د افغانستان د نجونو د فوټبال له لوبډلې سره په بهر کې میشت افغان نجونې هم یو ځای کیږي د افغانستان د فوتبال د فدراسیون سکرتر جنرال وايي چې ددغو لوبغاړو له ډلې څخه یو شمیر اوس په کابل کې دي او له ملي لوبډلې سره ګډ تمرینونه کوي.

ښاغلي آقازاده وايي "په تیرو څو میاشتو کې دوی سره تمرین کوي او په درې وروستیو کې هاغه نجونې چې په بهر کې ژوند کوي هم ورته بلنه ورکړل شوې ده او افغانستان ته راغلې دي یو شمیر نورې به یې په پاکستان کې ورسره یو ځای شي دوی لپاره ځانګړی پروګرام په پام کې نیول شوی دی".

په ورته وخت کې د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې روزنکی نعمت الله فقیرزاده امریکا ته وویل چې دوی نجونو ته په اساسي توګه تمرین ورکړی دی او تمه ده چې دا ځل ښې لاسته راوړنې ولري.

ښاغلي فقیرزاده وايي "زموږ نجونې له روحي او بدني پلوه چمتو دي خپل زحمتونه یې ګاللي دي او هیله ده چې ښې لاسته راوړنې ولري".

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې په کابل کې له تمرینونو وروسته به یوه پیاوړې لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو د فوټبال سیالیو ته واستوي.

شبنم مبارز چې اوس مهال په ډنمارک کې ژوند کوي امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د نوم اوچتولو او د نجونو د پیاوړتیا په هدف کابل ته راغلې ده او تمه لري چې له خپل لومړي ځل ګډون سره ښې لوبې ترسره کړي.

ښاغلي مبارز وايي "زه افتخار کوم چې د افغانستان لپاره لوبې کوم دا ډیر ښه چانس دی چې ما ته په لاس راغلی دی، زه غواړم چې په افغانستان کې نجونې لږ پرمختګ وکړي زه هم د دوی لپاره راغلې یم".

د یادولو وړ ده چې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د نجونو د فوتبال سیالۍ له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې پیل شوي دا دریم ځل دی چې افغانستان هم په دغو سیالیو کې ګډون کوي ، خو د پام وړ لاسته راوړنې یې نه درلودې.

XS
SM
MD
LG