د لاس رسي وړ اتصالات

افغان نجونو د کوکنارو پر ضد کمپېوټري لوبه جوړه کړې


CTI د کمپیوتري لوبو د جوړولو تر څنگ د موبایل اپلیکشنونه، پیغامونه او د شرکتونو لپاره ویب پانې جوړې کړې دي.
CTI د کمپیوتري لوبو د جوړولو تر څنگ د موبایل اپلیکشنونه، پیغامونه او د شرکتونو لپاره ویب پانې جوړې کړې دي.

په افغانستان کې د ځانمرگو بریدونو له ویرې اکثره ځوانان ترجیع ورکوي چې د ژوند له ناخوالو څخه د تېښتې او هوساینې لپاره د کمپیوتري لوبو مرکزونو ته لاړ شي.

کمپیوتري لوبو کې اکثره لوبغاړي نارینه دي چې په ساعتونه د موټر سېالي، فوتبال یا د بلاگانو د جگړې په لوبو اخته وي، خو هرات ښار کې یو شمیر نجونې د کمپیوتري گیمونو په جوړولو بوختې دي.

دغه ځوانې نجونې چې د یو غیر انتفاعي ډلې، 'CODE TO INSPIRE ' یا(CTI) له خوا روزل شوي له ٢٠١٥ کال راهیسې چې دا مرکز جوړ شوی، له شلو نه ډیر کمپیوتري لوبې جوړې کړي دي.

د دغه نجونو "د اپیومو په وړاندې د مبارزې" گیم د یوه ځانگړي پیغام لپاره د رسنیو پام اړولی.

شل کلنه خاطره محمدي او ملگرو یې د اپیومو په وړاندې د مبارزې گیم په یوه میاشت کې جوړ کړ.

د دې گیم لوبغاړي باید د کوکنارو کښت، چې ورنه مخدره مواد جوړیږي په داسې حال کې له منځه یوسي او په ځای یې د زعفرانو بوټي وکړي چې له سرتیرو، ماینونو او د مخدره موادو له قاچاقبرانو پټ تیر شي.

دغه نجونې د دغه کمپیوتري تفریحي او تعلیمي لوبو تر څنگ د موبایل اپلیکشنونه، مسچ ستیکرونه او د شرکتونو لپاره ویب پانې جوړې کړې دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره یو بې ساری فرصت بلل کیږي.

د (CTI) په مرکز کې اوسمهال ٩٠ نجونو ته چې عمرونه یې د ١٥ او ٢٥ کلونو ترمنځ دي د سافتویرونو او د پروگرامونو په جوړولو کې روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG