د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د نجونو فوټبال لوبډله پاکستان ته ولیږدول شوه 


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په افغانستان باندې د طالبانو تر واکمنیدو یوه میاشت وروسته د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډله د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۵ (۲۴ سنبله) پاکستان ته ولیږدول شوه.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبډله تیره میاشت پاکستان ته ولیږدول شي خو د دغې لوبډلې ته نږدې یوې منبع فرانس پرس ته ویلي چې د هوایي ډګر سره نږدې د تیرې میاشتې انتحاري حملې له کبله ددوي لیږدول وځنډول شول.

په لندن کې د ”فوټبال د سولې لپاره”په نوم د یو غیر دولتي بنسټ نړیوال سفیر سردار نوید حیدر ویلي چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته یې وروسته له هغې لیک ولیکلو چې د یوې بلې غیر دولتي ادارې لخوا ورته ددغې ډلې د ژغورلو لپاره غوښتنه وشوه.

تر اوسه ۷۵ کسان د دغو ورزشکارانو او د هغوي د کورنیو د غړیو څخه د ځمکې له لارې پاکستان ته رسیدلي دي‌او نږدې ۳۰ کسان نور به هم ډیر ژر دغه هیواد ته ولیږدول شي.

د فرانس پرس د خبري اژانس وایي چې دغه ورزشکاران به تر یوې میاشتې پورې پاکستان کې وي او له هغې وروسته به له خپلو کورنیو سره نورو هیوادونو ته ولیږدول شي خو دا لا ندي ویل شوي چې کوم هیوادونو ته به لیږل کیږي.

ښاغلي حیدر ویلي چې دغه نجونې چې د ۱۴، ۱۶ او ۱۹ کلونو څخه د ټیټ عمر لوبډلو غړې وې، له افغانستان څخه پاکستان ته په چادریو کې اووښتې دي.

طالبانو په خپل تیر رژیم کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کال ترمنځ‌ په ټولو میرمنو او نجونو باندې د ورزش کولو بندیز لګولی و او له اوسنیو شرایطو هم داسې بریښي چې ورته محدودیتونه به یوځل بیا په افغانستان کې رامنځته کړل شي.

له دې وړاندې د طالبانو یو ارشد مقام له یوې استرالیایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و چې ضرور نه ده چې میرمنې ورزش وکړي خو د افغانستان د بدني روزنې د کمیټې نوی ټاکل شوی رئیس، بشیر احمد رستمزي بیا د سه شنبه په ورځ ویلي چې لا هم د طالب چارواکي د ښځو لپاره د ورزش حق ورکولو په اړه سلا مشورې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت پخواني وزیر، فواد چوهدري په خپل ټویټر کې د یو پیغام خپرولو سره د افغانو ورزشکارانو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG