د لاس رسي وړ اتصالات

هغه میرمن چې غوږونه او پزه یې پرې شویدي امریکا ته راورسیده


هغه میرمن چې غوږونه او پزه یې پرې شویدي امریکا ته راورسیده
هغه میرمن چې غوږونه او پزه یې پرې شویدي امریکا ته راورسیده

هغه افغان میرمن چی پزه اوغوږونه یې پرې شوي او عکس یې د ټایم مجلې په لومړي مخ باندي چاپ شوی دی، د علاج د پاره امریکا ته راغلې ده.

دغه اتلس کلنه میرمن چی عایشه نومیږي په لاس انجلس کي به د ( ګراس مین برن د فونډیشن ) د ډاکټرانو سره دا فیصله وکړي چی د هغې پزه چی مېړه یې ور قطع کړې او غوږونه چی هغه یې هم ور پرې کړي وو، څنګه بیرته روغ کړای شي.

عایشه وایي چی طالبانو دې ته ځکه دا سزا ورکړه چی دا د خپل مېړه نه چی ظلم او تیری یې پر کاوه وتښتیده.

د بشري حقوقو فعالین وایی چی دوی په دې خوښ دي چی د عایشې علاج کیږي، خو هغوی دا اندیښنه ښودلې چی په افغانستان کي په زرګونو نوري ښځي د ځایي ظلمونو اوتیریو قرباني دي.

XS
SM
MD
LG