د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ژبپوه او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال مړ شو


افغان ژبپوه، لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال
افغان ژبپوه، لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال

افغان ژبپوه، لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالرازق پالوال نن دوشنبه ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) د ۸۳ کلونو په عمر وفات شو.

ډاکتر عبدالرازق پالوال په ١٣١٧ لمریز کال کې د کندهار ښار د کاکړو په کوڅه کي زېږېدلى او په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د کندهار ولایت له حاجي میرویس خان نیکه له لیسې څخه فارغ شی دی.

نوموړی په ۱۳۴۱ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او انساني علومو له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ.

د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد پوهنیار سید احمد قانع امریکا غږ ته وویل چې ارواښاد پالوال د امریکا لویژیانا دولتي پوهنتون کې په بشر پوهنه کې ماسټري هم تر سره کړې وه.

هغه وویل: "په ۱۹۶۵م.کال ئې په اينډيانا پوهنتون کي د بشر پوهني په څانګه کي زدکړی کړي؛ په ۱۹۷۱م. کال ئې د امريکا لویژيانا په دولتي پوهنتون کي په بشر پوهنه کي ماسټري تر لاسه کړې او ۱۹۷۷م.کال ئې د بشرپوهني د مطالعاتو په څانګه کي د امريکا د پنسلوانيا په دولتي پوهنتون کي دوکتوره (PH .D) لاسته راوړې ده."

د ښاغلي قانع د معلوماتو په اساس ډاکتر پالوال وروسته هیواد ته راستون او د ۱۳۵۶ لمریز کال څخه بیا تر ۱۳۵۹لمریز کال پوري په کابل پوهنتون کي د ادبياتو په پوهنځي کي د فلسفې او اجتماعي علومو په څانګه کې د پوهنوال په علمي رتبه کي استاد وو.

هغه زیاته کړه چې ډاکتر پالوال د دې ترڅنګ له ۱۹۸۰ –تر ١٩٩٧میلادي کال پوري د جرمني په هايډلبرګ پوهنتون د تدريس چاري او د مونشن په موزيم کي ئې کار کاوه.

نوموړي له ۱۹۹۷څخه بيا تر ۲۰۰۲ میلادي کال پوري د سهيلي پښتونخوا د پښين او سورخاب په سيمو کې د مهاجرت ژوند کاوه او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې کندهار ته ستون شو او تر مړینې یې هلته ژوند کاوه.

د کندهار پوهنتون استاد پوهنیار سید احمد قانع امریکا غږ ته وویل چې ډاکتر پالوال د ژبو د ثبت په برخه کي په زردیو، وردوج، زېباک، ایسکتول، سنګلېچ او مونجان کي د سنګلیچي او مونجي ژبو ثبت کړی دئ.

په ۱۳۴۳ل کال ئې د کندهار ښار پښتو، هندويي، په فراه کې پښتو، د روزګان په میلکوه کي، په کنګ، په چخانسور، په ګاوني دورزي او په چاربورجک کي ئې بلوڅي ژبي ثبت کړي دي؛ همدغسي په رودباد، د هلمند په بلالکه کي ئې پښتو، په سپارک کي، په خلیج ، او بوست کی ئې هم پښتو ژبه ثبت کړې ده.

ډاکتر پالوال په پښتو، دري، اردو، عربي، انګليسي، ساسنکريټ او جرمني ژبو پوهیدئ او په دې ژبو ئې ژباړي هم کړي دي؛ په انګليسي ژبه کي ناچاپ اثار هم لري.

ډاکتر پالوال ګڼ شمېر اثار لیکلي چې د چاپ سوو اثارو څخه ئې د پښتو نوی مصدر ،د پښتو نوی پخواني تاريخ دوهم ټوک، معياري پښتو، موږ محوه کيږو، وګړي دوږخيان دي او سړيان هم لا د یادوني وړ دي.

د نوموړي د ناچاپ اثارو شمېر تر ۲۶ عنوانو اوړي چي د ځینو اثارو نومونه د پښتو نوی پخوانی تاریخ دریم او څلورم ټوک،د پټي خزانې تاریخي اصالت، په اسلام کې د ښځو ازادي که ځان پوښ او کوربندي، د قران شریف ترجمه په کندهارۍ پښتو سره، د تورات ترجمه او شننه، د بودایت اصل او بنیاد، د ښوراوک بړېڅان، د واده داستان په غاړو کښي، پالوال په باغارم کښي له شاپېریانو سره، د کابل د دارالتادیب مطالعه په انګلېسي ژبه، د پنځه شپږ کلن پالوال تېښته، ګوډ تېمور، ابراهیم (ع) په دین او تاریخ کښي او نور.

د یو بل خبر د افغانستان د پخواني حکومت د کرنې وزیر عبیدالله رامین هم مړ شوی دی.

هغه د کرزي په حکومت کې وزیر و او بیا په ولسي جرګه کې استازی شو. ښاغلی رامین په ترکیه کې وفات شوی دی.

XS
SM
MD
LG