د لاس رسي وړ اتصالات

اکرم ملکزی؛ د پښتو-جرمني ژبو د قاموس او ګرامر افغان لیکوال


افغان لیکوال اکرام ملکزی (له کیڼ نه دوهم)
افغان لیکوال اکرام ملکزی (له کیڼ نه دوهم)

په جرمني کې افغان لیکوال او د طب ډاکټر اکرم ملکزي د جرمنې ژبې د زده کړې دپاره په پښتو ژبه کتابونه لیکلي او د هغه دا کار په جرمني کې میشتو یو شمېر افغانانو ستایلی دی.

په جرمني کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي په پښتو ژبه د جرمني د زده کړې دپاره کتابونه او مواد محدود دي او په دې برخه کې د ښاغلي ملکزي کار او زیار د ستاينې وړ دی.

ملکزی یو له محدودو کسانو دی چې د پښتو او جرمني ژبې د قاموس، ګرامري زده کړې او ادبیاتو په برخه کې یې کتابونه خپاره کړي دي. په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خپلې ۲۵ کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې د ملکزي د هڅو ستاینه او د هغه د کتابونو مخکتنه وکړه.

اکرم ملکزی وايي، د ډیکشنرۍ چمتو کولو کار یې خورا ګران و. نوموړی یې د لاملونو په توګه وايي چې په پښتو کې د جرمني لغاتونو معادل موندل، د سرچینو کمښت، د ځینو پښتو لغاتونو سره د پښتنو نه بلدیت، او په پښتو کې د ځینو اصطلاحاتو پیدا کول ډېر سخت وو، او وايي ځکه یې د عربي او فارسي څخه هم د ژباړې په بهیر کې کار اخیستی دی.

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په غونډه کې یو شمېر ګډون کوونکو وویل چې د ملکزي کتابونو یې تر ډیره د ژبې د زده کړې اړتیاوې پوره کړي دي.

احسان الله درمل یو له دغو افغانانو څخه دی. نوموړی وايي: "د بلې ژبې د زده کړې په برخه کې په پښتو ژبه ما تر اوسه دومره غني کتاب نه دی لوستی، خصوصاً د الماني غوندې یوه سخته ژبه چې د پښتو په څېر پېچلي قواعد او جوړښتونه لري."

درمل زیاتوي: "دغسې کتاب چې اته نیم یا نهه سوه صفحې دی. خو یو ښه خصوصیت یې دا دی چې دومره روان لوستل کېږي لکه ناول چې لولې. دلیل یې دا دی چې ډاکتر صیب د پښتو ګرامر په وسیله دا ژبه دومره او ګرامر دومره اسانه کړی لکه څوک چې واقعاً یو ادبي کتاب لولي."

ډاکټر اکرم ملکزی چې له شاوخوا ۴۳ کلونو راهیسې په جرمني کې میشت دی، وايي یو وخت ورته د جرمني ژبې زده کړه سخته او په پښتو ژبه کې ورته اړوند مواد پیداکول هم سخته چاره وه چې همدې وهڅاوه په پښتو ژبه کې د جرمني ژبې د زده کړې مسلکي کتابونه ولیکي. ملکزی له ځوانانو غواړي چې ورته هڅو ته دوام ورکړي.

"د جرمني ژبې اسانه زده کړه له اساساتو نه تر ادبیاتو پورې"، "د جرمني او پښتو ژبې قاموس" او "د جرمني ژبې ګرامري زده کړه" کتابونه د ډاکتر ملکزي د هڅو ثمره ده چې په جرمني کې له میشتو کډوالو سربېره په افغانستان کې هم ترې په پوهنتونونو او کتابتونونو کې ګټه اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG