د لاس رسي وړ اتصالات

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ ساینس پوهان د مورنۍ ژبې په اړه څه وايي؟


یو شمېر زده کوونکې د ټلوسکوپ په واسطه د لمر لېدنه کوي
یو شمېر زده کوونکې د ټلوسکوپ په واسطه د لمر لېدنه کوي

د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. د زده کړو په برخې کې په نړیواله کچه یو لوی بحث په مونۍ ژبه زده کړه ده.

پوهان بیا وايي سره له دې چې په مورنۍ ژبې زده کړه د هر ماشوم لومړنی حق بلل کیږي، خو نن ورځ ګلوبلایزېشن یا نړیوال کېدل نړۍ په یوې واحدې ژبې باندې د تعامل کولو په لور پر مخ بیایي.

د افغانستان د ستورو پوهنې ټولنې ساینس پوهان وايي چې مورنۍ ژبې له یوې خوا خلک سره یوځای کړي خو له بلې خوا په نړیواله کچه یې خلک سره بیل کړي.

یو شمېر افغان زده کوونکو ته د افغانستان ستور پوهنې ټولنې لخوا د ټلسکوب کارول ښودل کیږي.
یو شمېر افغان زده کوونکو ته د افغانستان ستور پوهنې ټولنې لخوا د ټلسکوب کارول ښودل کیږي.

فزیک پوه فهیم سپین غر په دې اړه نن یکشنبه فبروري ۲۱ (کب دریمه) امریکا غږ ته وویل: "که موږ وغواړو په عملي ډګر کې په نړیواله کچه عامه پوهاوی رامنځ ته کړو نو باید په یوې ژبې خبرې وکړو. په طبیعي علومو کې بشر د نړیوالې اجماع یوه لویه تجربه لري."

ښاغلي سپین غر زیاته کړه چې بیلابیلو تمدنونو د عددونو په رسم الخط کې سره ستونزې درلودې خو بلاخره په رومي عددونو سره سلا شول او د یادې اجماع رامنځ ته کېدل د ډېرو پرمختګونو سبب شوه.

په ملي کچه بیا افغانستان کې د ټولو ژبو ته وده ورکول او زده کړو باندې غوښتنې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي: "د افغانستان یو شمېر ځايي ژبې لکه پامیري او ایغوري ژبې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دي."

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ پښتو او دري د دغه هېواد رسمي ژبې دي.

د پوهنې وزارت وايي چې تعلیمي نصاب یې د پښتو او دري سر بېره په ازبیکي، ترکمني او یو شمېر نورو ژبو برابر کړی.

له بلې خوا د ژبې ژغورنې ټولنیز غورځنګ چې د پښتو ژبې په برخې کې فعالیت کوي په حکومت نیوکې لري.

د یاد غورځنګ مشر صدام حسین جلالزي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "که څه هم پښتو د افغانستان رسمي ژبه ده خو په حکومتي ادارو کې او ان په تعلیمي نصاب کې هغه ډول چې ژمنې شوي نه عملي کیږي."

د رپوټونو پر بنسټ لږ تر لږه پنځوس میلیونه کسان په افغانستان، پاکستان او هند کې په پښتو ژبې غږیږي او د نړۍ یو د مخ پر ودې ژبو کې حسابیږي.

XS
SM
MD
LG