د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستانۍ چاپاندازه وايي بزکشي یوازې د نارینه وو لوبه نده


ملکه رجبافه، تاجیکستانۍ چاپاندازه
ملکه رجبافه، تاجیکستانۍ چاپاندازه

که څه هم په مرکزي اسیا کې بزکشي د نارینه وو لوبه ګڼل کیږي خو د تاجیکستان یوه چاپاندازه غواړي دا رسم مات کړي او ثابته کړي چې ښځې هم بزکشي کولای شي.

د تاجیکستان د حصار اوسېدونکې ۲۴ کلنه ملکه رجبافه وايي په نهه کلنۍ کې یې د اس ځغلول پیل کړل او د بزکشۍ په لوبه کې د ښځو د نشتوالي له کبله یې وپتېیله چې دا لوبه په مسلکي ډول زده کړي.

ملکې تر اوسه په محلي کچه او همدارنګه له تاجیکستان دباندې د اس ځغلونې او بزکشۍ په ډیرو سیالیو کې برخه اخیستې ده.

هغې امریکا غږ ته وویل: "زما ډیر مینه وال ما هڅوي او راته وايي چې له ما پرته د بزکشۍ سیالي جالبه نه وي. ځینې نور بیا راته لیکي چې د ښځې یې له بزکشۍ سره څه؟ لاړې دې شي په کور دې کښېني."

که څه هم ملکه وايي دا ډول پیغامونه یې ځوروي خو زیاتوي چې خپله روحیه یې نده بایللې او غواړي چې د خپلې خدای بخښلې مور هغه نیمګړی ارمان پوره کړي چې غوښتل یې چاپاندازه شي.

ملکې تر اوسه په محلي کچه او همدارنګه له تاجیکستان دباندې د اس ځغلونې او بزکشۍ په ډیرو سیالیو کې برخه اخیستې ده.
ملکې تر اوسه په محلي کچه او همدارنګه له تاجیکستان دباندې د اس ځغلونې او بزکشۍ په ډیرو سیالیو کې برخه اخیستې ده.

د ملکې په خبره، مور یې د خپل پلار او مشر ورور د مخالفت له کبله ونشو کړی چې خپله هیله پوره کړي او په همدې ارمان مړه شوه.

هغې زیاته کړه: "نیکه مې زما له چاپاندازۍ سره هم مخالفت کوي. د کورنۍ غړي مې نه غواړي چې زه د بزکشۍ په لوبو کې برخه واخلم. د خلکو له خبرو ډاریږي. خو زه د خلکو خبرې نه اورم او غواړم په خپله خوښه ژوند وکړم."

د تاجیکستان دا چاپاندازه وايي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړه او کار باندې د طالبانو له خوا لګېدلیو بندیزونو ته ځوریږي او هیله لري چې یوه ورځ افغان مېرمنې هم وکړای شي خپلو ارمانونو ته ورسیږي او په هېواد کې سوله او ازادي ولري.

ملکه وايي ټولې ښځې باید هغه کار روزګار وکړي چې ورسره مینه لري ترڅو وکړی شي په مالي او رواني ډول په ځان بسیا اوسي.

XS
SM
MD
LG