د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۱ کال لپاره ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازی وټاکل شو


په ملګرو ملتونو کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د افغان ځوانانو استازی وټاکل شو.

احمد فواد شهریار له خپلو دوو نورو سیالانو روسیتا سکندري او احمد فیصل عمران نه د دغې سیالۍ وروستی پړاو وګټه.

په هغې غونډې کې چې د (APT) بنسټ له خوا نن دوشنبه جولای ۱۹ (چنګاښ۲۸) په کابل کې وشوه، درې ورستیو نوماندانو تر ډېره د سولې په روانې پروسې کې د ځوانانو د ونډې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

د وروستۍ لړۍ درې نوماندان
د وروستۍ لړۍ درې نوماندان

ګټونکي نوماند احمد فواد شهریار په خپلې وینا کې وویل "د جګړې ختمولو لپاره د وسله والو طالبانو تر ټوله لویه غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، خو اوس ګورو چې د یادو ځواکونو وتلو سره بیا هم د افغانستان برخلیک ناڅرګند دی او دغه چاره افغان ځوانان په مستقیم ډول اغیزمنوي."

ښاغلی شهریار وايي چې د جمهوري نظام ساتل روانو ستونزو ته لویه حل لاره ده.

  • احمد فوارد شهریار څوک دی؟

فواد په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون څخه په اقتصاد کې د لیسانس درجې سند ترلاسه کړی دی.

هغه په یوې خصوصي راډیو کې د خبریال په صفت هم کار کوي.

فواد وايي هیله لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو ښه استازیتوب وکړي.

دا څلورم کال دی چې د (APT) بنسټ د جرمني هېواد په مالي مرسته هر کال یو افغان ځوان ټاکي او ملګرو ملتونو کې د ځوانانو په استازیتوب غږیږي.

تېر کال ښکلا ځدراڼ د افغان ځوانانو استازولۍ لپاره ټاکل شوې وه.

XS
SM
MD
LG