د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان د "تجارتي اړیکو پر بیا رغولو" موافقه وکړه


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د افغان پلاوي مشره وه
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د افغان پلاوي مشره وه

کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې تجارتي اړیکې ښه کړي او د اقتصادي فعالیتونو او ترانزیت د ښه تنظیم لپاره نور ګامونه واخلي.

له افغانستان څخه یو تجارتي پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د پنجشنبې په ورځ (مۍ۱۰) د هغه هېواد د سوداګرۍ له وزارت سره دا تړون لاسلیک کړی دی.

دواړو خواوهمدغه راز د سوداګرو پر مخ د پرتو خنډونو اوستونزو په لېرې کولو او ختمولو هم موافقه وکړه. افغان پلاوي د پاکستان د تجارت له وزیر محمد یونس داغه سره هم لیدلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي چې د دغه تړون په اساس به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې حل شي. ښاغلي زاخیلوال په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې افغان پلاوي له پاکستاني اړخ سره درې ورځې خبرې وکړې.

د افغان پلاوي مشري د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي کوله چې د نورو اړوندو وزارتونو استازي هم ورسره وو. د وزارت ویاند اسدالله قوقندي امریکا غږ ته وویل چې کابل ته د پلاوي له راتګ وروسته به د تړون نور جزییات خپاره کړي.

دا تړون داسې مهال کیږي چې تېره اونۍ د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر زاهدالله شینواري څو ورځې مخکې ویلي وو چې د افغانستان ته دپاکستان صادرات له څه باندې دوه میلیارده ډالرو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته کمه شوې ده.

د دغه کار علتونه د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د حکومت سختې تګلارې، د کابل-اسلام اباد ترمنځ سیاسي ستونزې او په دوامداره شکل د تورخم د د روازې بندول په ګوته کړل.

ښاغلي شینواري خبرداری ورکړ که حکومتي تګلارې بدلې نشي د دواړو هېوادونو ترمنځ به تجارت "ختمه" شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې تېرکال (لمریزکال) له پاکستان سره ۱.۳ میلیارد ډالر سوداګري کړې وه چې واردات او صادرات په کې شامل وو. خو په ۲۰۱۶ کې بیا دا سوداګري ۲.۲ میلیارد ډالر وو.

له نړۍ سره د افغانستان د تېرلمریز کال د ټولو صادراتو او وارداتو اندازه د ښاغلي الکوزي په خبره اووه میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې ډېر له پاکستان، ایران، هند او چین سره دي.

XS
SM
MD
LG