د لاس رسي وړ اتصالات

د تکواندو ۷ افغان لوبغاړي د اولمپیک لوبو چمتوالي لپاره ازبکستان ته تللي


د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون لس کسیزه ډله د توکیو د ۲۰۲۱ اولمپیک نړیوالو لوبو ته د چمتوالي لپاره ازبکستان ته ولاړه.

په یادې ډلې کې د درې روزونکو په شمول اووه ورزشکاران چې دوه یې ښځینه لوبغاړې دي ګدون لري. دغه ډله پرون سه شنبه فبروي نهمه (سلواغه ۲۱) ازبکستان ته رسیدلې ده.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي‌ چې افغان لوبغاړي به د ۱۵ ورځو لپاره د ازبکستان په یو تمریني کمپ کې تمرینونه وکړي او له هغه وروسته به د اسیا اولمپیک سیالیو کې چې د اردن په کوربتوب ترسره کیږي ګډون وکړي.

له دې مخکې د لامبو په برخې کې هم یو افغان لوبغاړی ازبکستان ته د تمریناتي کمپ لپاره تللی و، تر څو د توکیو لوبو ته ځان چمتو کړي.

په پام کې وه چې د توکیو اولمپیک لوبې تېر ۲۰۲۰ کال کې ترسره شي خو د نړۍ په کچه د کرونا ویروس خورېدلو دغه سترې لوبې ۲۰۲۱ کال دوبي ته وځنډولې.

د رپوټونو پر بنسټ ټاکل شوې چې دغه لوبې په راتلونکو شپږو میاشتو کې پیل شي.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې افغان تکواندو کوونکي روح الله نیکپا د بیجنګ اولمپیک نړیوالو لوبو کې د اولمپیک لومړي مډال د افغانستان په نوم ثبت کړ.

XS
SM
MD
LG