د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا له کبله افغانستان د نوروز جشن او ورزشي لوبې وځنډول


په افغانستان کې په لومړي ځل د بزکشۍ سیالۍ پیل شوې وې
په افغانستان کې په لومړي ځل د بزکشۍ سیالۍ پیل شوې وې

د افغانستان د بدني روزنې ریاست دغه هېواد کې د کرونا یا (Covid-19) ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټولې ورزشي برنامې ځنډولي دي.

د یادې ادارې یو ویاند مجیب قاري زاده نن شنبه (کب ۲۴) امریکا غږ ته وویل: "دغه برنامې تر نامعلوم وخت پورې ځنډول شوي دي."

د فغانستان د ټکوانډو فدراسیون چاراکي وايي چې د ټکوانډو ملي لوبغاړو راتلونکې لوبې چې په اردن کې ترسره کېدې ځنډول شوي دي.

د دغه فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد امریکا غږ ته وویل: "دغه لوبې د توکیو اولمپیکي سیالیو لپاره د ګډون ترلاسه کولو لپاره ترسره کېدې."

  • د نوروز جشن ځنډېدنه

افغانستان کې د نوروز جشن چې هر کال په شاندارو مراسمو لمانځل کېده، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره نن په رسمي توګه د حکومت لخوا لغوه اعلان شو.

د افغانستان د ولسمشر سلاکار وحید عمر په خپل ټویټر پاڼې کې له خلکو غوښتنه کړې چې دغه جشن په خپلو کورونو کې ولمانځي او په غونډو کې ګډون ونه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وروستي ارقام ښيي چې دغه هېواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر لسو تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت چارواکو نن شنبه وویل چې په کاپیسا، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د کرونا ویروس درې نورې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

له دې مخکې افغانستان کې ۷ پېښې ثبتې شوې وې.

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،د کرونا ویروس مثبتو پېښو ثبتېدو ته په کتو اړتیا ده چې پر احتیاطي تدابیرو جدي تمرکز وشي.

ښاغلي غني نن شنبه «کب۲۴مه» ویلي چې کرونا ویروس نړۍ ته جدي خطر متوجه کړئ چې په وینا یې افغانستان هم له دغه ویروس څخه خوندي نه دی.

هغه ویلي: "د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په برخه کې د خلکو همکاري او پاملرنه ډېره مهمه ده، د ګڼې ګوڼې مخه نیول، روغتیايي لارښوونې په نظر کې نیول او نور مهم مسایل کولای شي د کرونا ویروس د پراخېدو مخه ونیسي."

په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو څلور میاشتې وروسته دغه ویروس د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې خپور شوی دی.

وروستي ارقام ښيي چې د (Covid-19) ویروس یوازې ۳۱۷۳ کسان په چین او ۱۰۱۶ کسان په ایټالیا کې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG