نن چهارشنبه (اکتوبر۲۱) د افغانستان د کرکټ لوبډلو له بنګله دېش څخه دوې لوبې وګټلې؛ هم یې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او هم یې د ۱۹ کلنو لوبډلې ته.
د بنګله دېش ملي لوبډلې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه، خو افغان توپ اچوونکو ډېرو منډو ته پرېنښودل.
د بنګله دېش ټوله لوبډله په ۱۶۰ منډو وسوځېده او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله. په افغان توپ وهونکو کپتان رحمت شاه ۶۷ منډط وکړې او په دغه بري کې یې مهم رول ولوبو.
دا د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لړۍ سیالۍ دي، چې افغانستان یې کوربه دی.
افغان لوبډله په دې بري سره د دغې لړۍ پایلوبې ته ووتله چې د جمعې په ورځ ده.
افغانستان په لومړۍ لوبې کې زمبابوې ته ماتې ورکړه او زمبابې بیا له بنګله دېش څخه خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه.
د ۱۹ کلنو لوبډلو سیالي
په همدې ورځ سهار د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې هم خپلو بنګله دېشي سیالانو ته ماتې ورکړه. د دوی لوبه په عمان کې وه.
په دغې لوبې کې افغانستان بنګله دېش ته د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه، خو د بنګله دېش ټوله لوبډله یې په ۱۹۴ منډو وسوځوله او لوبه یې وګټله.
په افغان لوبغاړو کې شاه فیصل رحیمي ۸۰ منډې وکړې او په دغه بري کې یې مهمه ونډله لرله.
په توپ اچوونکو کې بیا عمران محمدي درې لوبغاړي وسوځول.
دا د دواړو خواو ترمنځ د څلورو یوې ورځنیو لوبو درېیمه وه، لومړه لوبه بنګله دېش ګټلې وه، دویمه یې مساوي شوې وه او څلورمه یې د جمعې په ورځ ده.
فورم \ دبحث خونه