د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ښځو لپاره یوه لویه زراعتي پروژه پیل شوه


د کندهار د ښځو چارو مشره رقیه اڅکزۍ وايي چي د پروژې په پیل کې به لومړی ۲۴میرمنو ته کاري زمینې برابرې شي.
د کندهار د ښځو چارو مشره رقیه اڅکزۍ وايي چي د پروژې په پیل کې به لومړی ۲۴میرمنو ته کاري زمینې برابرې شي.

د امریکا پراختیايي ادارې په کندهار کې له بې وزله ښځو سره د اقتصادي مرسته په لړ کې یوه نوې زراعتي پروژه پیل کړه او وايي چې دا ډول نورې پروژې به هم پلې کړي.

د دې نوې زراعتي پروژه به د څارویو په ساتنې ، د لوړ ارزښت لرونکو سبزیجاتو په کرنه، د وچي مېوې، انارو او پستې د بڼوالۍ پر زده کړو تمرکز کوي.

د یاد ښوونیز فارم ټول مالي لګښت د امریکا پراختیايي اداره ورکوي، خو دا نه وايي چې ټولټال څومره لګښت پرې راځي او کله بشپړیږي.

د کندهار د ښځو چارو مشره رقیه اڅکزۍ وايي چي د پروژې په پیل کې به لومړی ۲۴میرمنو ته کاري زمینې برابرې شي.

مېرمن اڅکزۍ زیاتوي د دې پروژې اصلي موخه د بې وزلو مېرمنو اقتصادي لاسنیوی دی " موږ ۲۵ جریبه ځمکه لرو چي ۱۲ جریبه کې به راته د انارو او پستې باغونه جوړ شي او دا به د ښځو باغ وي، له موږ سره به د ښار او ولسوالیو ښځي پدې برخه کې کار وکړي."

د امریکا د پراختیايي ادارې چارواکي وايي چي د کرنې په برخې کې کار کول د دوی له مهمو اهدافو څخه دي چي له مخې به يې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې د رقابت زیاتوالي او د اوبولګولو د کانالونو د بیا رغاونې برخو ته ډیره پاملرنه کوي .

د کندهار سرپرست والي توریالی ويسا وايي چي پدې برخه کې باید هر انتخاب د دې ولایت د پنځه کلن پرمختیايي پروګرام سره سم وي .

ښاغلی ویسا وايي " د امریکا علاقمندي ډېره ده چي په جنوب کې د زراعت د انکشاف لپاره ډېر کار وکړي چي دا یو ښه زیری دی ، نو د کار د اسانۍ لپاره موږ غوښتنه وکړه هره پروژه چي دوی په قرار داد ورکوي هغه باید زموږ د پرمختیايي پنځه کلن پلان سره مطابقت ولري. "

زراعت او مالداري په افغانستان کې ځکه یوه مهمه اقتصادي سرچېنه بلل کیږي چې ډېر خلک یې کلیوال، ځمکوال او بڼوال دي او له همدغې لارې څخه د ژوند چارې مخه ته وړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG