د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان د فرهنګي اثارو په وارداتو بندیز ولګوه 


د افغانستان فرهنګي میراثونه
د افغانستان فرهنګي میراثونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ژغورنې د هڅو په لړ کې، د افغانستان د ځینو مشخصو فرهنګي اثارو په وارداتو بندیز ولګوه.

د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه فبروي ۲۲ (سلواغه درېیمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې دا اقدام یې د افغانستان د خلکو د فرهنګي میراثونو د ساتلو لپاره کړی دی.

اعلامیه وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د امریکا حکومت سمدستې په یو اړخیز ډول دا وارداتي محدودیتونه عملي کوي.

دا بندیزونه او محدودیتونه تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د ګمرکاتو د ادارې او سرحدونو د ساتنې د وزارت سره په همغږي ولګول شول.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي د دغو بندیزونو لوی هدف دا دی چې د افغانستان فرهنګي اثارو د قاچاق، د امریکا بازارونو ته یې د انتقال، د لوټ تالان او د ترهګرو او جنایتکارو ډلو له لوري د دغو فرهنګي اثارو د پیر او پلور مخه ونیول شي.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو او مجاهدینو له بیا راتګ را وروسته، د افغانستان ملي موزیم چور او تالان شو او د افغانستان ډېر فرهنګي او تاریخي اثار خرڅ او نیلام شول. پر دې سربېره په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په یو شمېر د تاریخي او فرهنګي سیمې په ناقانونه ډول کېندل کېدې.

XS
SM
MD
LG