د لاس رسي وړ اتصالات

د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات مصلی پنځم منار رغوي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د اغاخان فرهنګي بنسټ د هرات د مصلی د پنځم منار د رغولو او ترمیم لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د هرات د مصلی پنځم منار له څو کلونو راهیسې کوږ شوی او د هرات سیمه‌ییزو چارواکو ویلي و که ورته پاملرنه ونشي د رانسکورېدو احتمال یې زیات دی.

د دغه منار د رانسکورېدو په اړه له اندېښنو وروسته تیره اونۍ د افغانستان جمهور رئیس غني د منار د رغولو فرمان ورکړ او د اغاخان له فرهنګي بنسټ او یونسکو سازمان څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان جمهوري ریاست د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په یو بیان کې ویلي: "په دغه لیک کې چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلي چې اعلیحضرت شهزاده کریم اغاخان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوي او د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغاونې لپاره مو پر موږ له کړي باور څخه مننه کوو. اعلیحضرت دغه پروژه تائیدوي او ټینګار کوي چې ډېر ژر یې کارونه پیل شي".

جمهوررئیس غني د افغانستان په مختلفو ځایونو په ځانګړي ډول هرات کې د فرهنګي او تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې د اغاخان بنسټ د کارونو ستاینه کړې او ویلي یې دي "یاد بنسټ د افغانستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ ډېر فرهنګي او تاریخي اثار بیارغاولي چې مننه یې کوو".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې افغان حکومت د هرات د مصلی د پنځم منار د رغولو د سروې لپاره مالي امکانات برابروي او د اساسي پړاو مسولیت چې د منار ترمیمول دي د اغاخان فرهنګي بنسټ په غاړه اخیستی دی.

د هرات لرغوني منارونه د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي دي او په کې د هغې دورې د معمارۍ نښې په څرګند ډول لیدل کېږي.

له دې وړاندې د هرات ولایت د فرهنګي چارو مسولینو ویلي و چې په دغه ولایت کې لږ تر لږه د ۸۰۰ تاریخي ابدو او سیمو بیارغول لس میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د اغا خان بنسټ د خپلو فرهنګي برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري تیموري عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغاولي او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG