د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کي تښتول شوي بهرنیان مو خوشي کړل – پاکستان پوځ


دا عکس د ٢٠١٦ کال د دسامبر په ١٩ د هغې ویدیو نه اخیستل شوی چې طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې وه
دا عکس د ٢٠١٦ کال د دسامبر په ١٩ د هغې ویدیو نه اخیستل شوی چې طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې وه

د پاکستان پوځ وايي هغه بهرنۍ کورنۍ یې وژغورله چې شاوخوا پنځه کاله مخکې په افغانستان کې تښتول شوې او بیا پاکستان ته لیږدول شوې وه.

په اسلام اباد کې چارواکي وایي د پاکستان پوځ یو کاناډايی، د هغه امریکايۍ ميرمنه او درې ماشومان د "ترهګرو" له منګولو وژغورل.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل د دغو کسانو په ژغورلو کې د امریکا استخباراتي څانګې ورسره معلومات شریک کړي و.

د پاکستان د پوځ اعلامیه وايي چې دا کورنۍ په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې تښتول شوې وه، خو په دې وروستیو کې د امریکا استخباراتو پاکستان ته ویلي وو چې هغوې له پولې اخوا اړول شوي دي.

په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې دا کسان د پاکستان په کومې سیمې کې کومې ترهګرې ډلې ساتل، همدغه را دا هم نه دي ویل شوي چې هغوې د افغانستان په کومې سیمې کې تښتول شوي و.

خو د کاناډايي سړي مور او پلار د جون په میاشت کې د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي وو چې د حقاني شکبې ډلې یې زوی او کورنۍ تښتولې او د هغوې په یرغمل کې دي. افغان او امنیتي چارواکي وايي چې د حقاني ډله د پاکستان د استخباراتي اداري آی اس آی تر ولکې لاندې ده او د هغوې په سلا مشورو فعالیت کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ وايي دغو عملیاتو دا وښودله چې د استخباراتي معلوماتو شریکول څومره مهم دي او دا چې پاکستان ژمن دی له امریکا سره په ګډه له دا ډول ګواښ په ختمولو کې کار وکړي.

د پوځ اعلامیې نه دي ویلي چې د خوشې کړل شویو کسانو روغتیا څنګه ده. تراوسه امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG