د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د 'پاکستان د بریدونو' په ضد 'تیارسی' دي


افغان چارواکي وايي د ډیورنډ کرښې له "پاکستاني غاړې" د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د توغندیو بریدونه لا هم روان دي او لسګونه کورنۍ تښتېدلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي لوړ پوړي مقامات یې پر دغو بریدونو خبر کړي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ساحو کې یې ځواکونه تیارسئ دي.

نوموړي وویل"موږ عام تام اماده ګي لرو او لومړۍ درجه ا‌حضاراتو کې یو او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو"

ښاغلی همت وايي په تازه وېشتل شویو توغندیو کې ځینې یې د شلطن ولسوالۍ له ودانۍ سره نژدې ساحو کې لګېدلې دي. هغه وویل"د شلطن ولسوالۍ د تعمیر خوا ته هم د پاکستان له اړخه رالوېدونکي توغندي لګېدلي دي. پر دانګام، مروره او خاص کونړ ولسوالیو له تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۳۴۲ مرمۍ راغلي دي".

د کونړ ډیورنډ کرښې ته پر څېرمه دغو ولسوالیو د یکشنبې ورځې ( نومبر۱۲) راهیسې تازه د توغندیو بریدونه پیل شوي دي. یو شمېر ځايي خلک وايي بریدونو په تنګ کړي او له مجبورۍ ورځې یې کډه کېدو ته خپلې بسترې تړلې دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي د دغو بریدونو له کبله لسګونه کورنۍ نورو خوندي سیمو ته تښتېدلي دي. هغه وویل" تر اوسه له شلطن څخه څلوېښت کورنۍ کډه شوي او ولایت مقام بېړنۍ غونډه رابللې وه چې له دغو کورنیو سره مرسته وشي".

خو یوې حکومتي منبع امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو هم ددغو بریدونو پر غبرګون کې د هغې پلو ځينې سیمې هم وویشتې چې سمدستۍ پر افغان غاړه هم بریدونه قرار شول.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې له افغان غاړې نه پرې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي بریدونه کوي، خو افغان حکومت دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG