د لاس رسي وړ اتصالات

رازق: طالبانو عام خلک نیولي وو او د پولیسو په نامه یې پرېښودل


افغان چارواکي وايي پولیسو هغه لسګونه ولسي خلک چې طالبانو بندیان کړي وو او نن یې خوشې کړل، خپلو کورونو ته ورسول.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولایت د غورک په ولسوالۍ کې له خپل زندان څخه شاوخوا ۷۰ بندیان خوشې کړي دي.

چارواکي وايي طالبانو دا کسان د افغان حکومت سره د مرستې په تور نیولي وو. د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ اشنا ته وويل چې دا بندیان عام ولسي وګړي وو.

ښاغلي رازق وویل "نن سهار ( جون۶) خوشې شوي کسان ملکي وګړي دي، د ځینو سیمه ییزو پوليسو خپلوان او هغه کسان چې د تریاکو د کښت په بدل کې يې وسله والو طالبانو ته ټاکل شوي اندازه پيسې نه وې ورکړي مخالفینو زنداني کړي وو او سهار يې خوشې کړي چي خپلو کورونو ته تللي او هیڅ نظامي کسان په کې نشته".

د کندهار دغورک ولسوالۍ د ارزګان جنوبي او د هلمند شمالي ولسوالۍ کندهار سره نښلوي چې په دې سیمو کې د افغان حکومت وسله وال مخالفان حضور لري.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي بیان کې ويلي چې ۶۲ بندیان یې د روژې د میاشتې په مناسبت له بند څخه ازاد کړي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف په دغه لیږلي بیان کې ادعا کړې چې خوشې شوي بندیانو کې ملي او سیمه ییز پوليس او د ملي اردو سرتیري شامل وو.

دا لمړی ځل دی چې وسله وال طالبان له خپل بند څخه د بندیانو د خوشې کولو خبره کوي.

تر دې مخکې په تېر یوه کال کې افغان ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو له اتو زندانونو څخه لسګونه بندیان خوشې کړي دي.

په هلمند کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکي وايی طالبان د دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې یو شمیر نور زندانونه هم لري.

XS
SM
MD
LG