د لاس رسي وړ اتصالات

درې میلیونه افغانان په نشو روږدي دي


چارواکي وايي په افغانستان کې په وروستیو پنځو کلونو کې په بې ساري ډول په نشه توکو د روږدو او معتادینو شمېر لوړ شوی دی، چې د نشه يي توکو کاروبار، فقر، بې وزلي او له نورو هېوادونو په خاص ډول له ایران نه د معتادو افغان کډوال راستنېدل یې مهم علتونه دي.

په افغانستان کې دا مهال درې نیم ملیونو کسان په نشو روږدي دي، چې یو نیم میلیونه یې معتاد بلل کیږي. په دغو کسانو کې یو اعشاریه څلور میلیونه په اپینو، هیروینو، مورفینو دایمي معتاد دي، دوه اعشاریه دوه ملیونه مقطعي، متاثره، په چرسو او نورو نشه يي توکو اخته دي.

له یو ملیون زیات ماشومان یا له ۱۸کلنۍ ټیټ په نشه يي توکو معتاد دي، تر اته سوه زرو پورې ښځې په نشه يي توکو اخته ګڼل کیږي.

د نشه يي توکو پر ضد وزارت مشاور محمد حنیف دانشیا وايي چې دا شمېره خورا لوړه ده او افغان حکومت یې په اندېښنه کې کړی دی.

خو د درې نیم ملیونو روږدو لپاره ایله ۲۱۰ د معتادینو د تداوۍ مراکز شته دي، چې یو یې هم په کابل کې د ابن سینا د معتادینو ۱۵۰۰ بستریز روغتون دی، پدغه روغتون کې دا مهالې نېږدې نهه سوه روږدي تر درملنې لاندې دي، اووه نیم زره روږدي یې تر درملنې وروسته رخصت کړي.

افغان حکومت د ۳۹ زره روږدو د درملنې ظرفیت لري، په پام کې ده، سږ کال دا ظرفیت ۴۵ زرو ته لوړ کړای شي، ۳۰ سلنه د ښځینه روږدو درملنه هم شوې ده.

دا چې معتادین ګډې پیچکارۍ سره کاروي، د ایډز خطر هم پکې زیات شوی دی، د ابن سینا د ۱۵۰۰ معتادینو د روغتون مشر وايي، په هرو سلو روږدو کې چې دوی ته ور وړل شوي، لس یې په ایډز اخته وو.

XS
SM
MD
LG