د لاس رسي وړ اتصالات

په نشه يي توکو د پکتیا اخته سندرغاړی


ولی په پکتیا کې یو سندرغاړی په نشه يي توکو معتاد شوی دی؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د پکتيا د محلي موسيقۍ سندرغاړی روح الله، چې له څه مودې راهيسې د نشه يي توکو په څکولو روږدی دی، له نورو ځوانانو غوښتنه لري چې له دغو موادو څخه ځان لېرې وساتي.

روح الله په ګردېز او شاوخوا سيمو کې د خوشحاليو په محفلونو کې نږدې يوه لسيزه سندرې وويلې، خو د تېرو څو کلونو راهيسې يې د نشه توکو څکولو ته مخه کړې ده.

نوموړی اوسمهال نه يواځې سندرې نشي ويلی، بلکې په کور او کلي کې يې ژوند هم تريخ شوی، خو وايي چې د سندرو ويلو شوق لاهم لري مګر د اعتياد له کبله يې څوک د خوشحاليو محفلونو ته نه دعوتوي.

هغه په دې اړه وويل ”نامردو ملګرو داسې راته ونه ويل چې په دې استعداد سره او د خلکو په محبوبيت سره نشې ته مخه مه کوه. اوس کله کله فکر کوم نو وايم چې دا مې له ځان سره نه دي کړي، ما د ټولو خلکو سره کړي دي، ځکه د خلکو په زړه کې مې ځای درلود‟.

د پکتيا دغه محلي سندرغاړی روح الله هر سهار د ګردېز بالاحصار لاندې سمڅو ته له نورو روږدو سره د نشې لپاره ورځي. دی د پکتيا د معتادينو په روغتون کې بستري شوی هم و.

د نشه يي توکو له څکولو سره، سره نوموړی اوس هم تر يوه بريده ښه غږ لري او له ملګرو سره په بنډارونو کې کله کله ځينې شعرونه په ترنم وايي.

دی له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه لري، چې د نشه يي توکو له استعماله ځان وساتي، ځکه په وينا يې، پوهېږي چې د نشه يي توکو څکول په ټولنه کې د بدمرغيو لامل ګرځي.

نوموړي زياته کړه ”زه خو د ځان قاتل يم، حتی د خپلې کورنۍ قاتل هم يم. حتی پوهېږم چې د ملت په زړونو کې هم راته نفرت جوړېږي، خو خدای دې اول په ما او بيا په ټولو مسلمانانو باندې رحم وکړي چې له دې طوفاني سمندر نه خلاص شو‟.

دا سندرغاړی روح الله دوه اولادونه هم لري، خو وايي چې دې ته اندېښمن دی، چې که د نشه يي توکو له څکولو لاس په سر نه شي، په لوی لاس به د خپلو ماشومانو راتلونکی له ناڅرګند برخليک سره مخ کړي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG