ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د افغان راستنېدونکو لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالرو د مرستو نوی پلان اعلان کړی دی. ملګري ملتونه وایي، یوازې په تېرو دوو کلونو کې نږدې شپږ میلیون افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او تمه ده چې یوازې د روان کال تر پای پورې به ۲ اعشاریه ۷ میلیون نور افغانان هم ستانه شي.
مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که بودجه برابره نه شي، افغانستان به له لا لوی بشري او اقتصادي فشار سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو سرپرست همغږی کوونکی تاج الدین اویویلي وایې: “د ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵ اعشاریه ۹ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، او دا یوازې په دوو کلونو کې د افغانستان د نفوس له لس سلنې څخه زیاتوالی ښيي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۹ میلیونه افغانان بېرته راستانه شول، او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم سلګونه زره نور هېواد ته ستانه شوي دي.”
ملګري ملتونه وایي، تمه ده چې د روان کال تر پایه ۱ اعشاریه ۷ میلیونه افغانان له ایران او ۱ اعشاریه ۱ میلیونه نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي. راپور خبرداری ورکوي چې دغه وضعیت د افغانستان لپاره یوه جدي بشري، اقتصادي او ټولنیزه ننګوونه ده.
مرستندویه ادارې وایي، ډېری راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي، او ګڼو یې کلونه بهر ژوند کړی او افغانستان کې د ژوند د بیا پیل لپاره کافي امکانات نه لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند چارلي روی ګولیک وایی: “دا مهمه ده چې د دې بحران پر وضعیت نړیوال پام لا زیات شي، او نننۍ غونډه هم همدې ته ښه فرصت دی. زموږ پیغام تل روښانه او ثابت پاتې شوی دی؛ ستنېدل باید د نړیوالو اصولو له مخې وي. راستنېدنه باید خوندي او باعزته وي. موږ دا پیغام په دوامداره ډول د پاکستان، ایران او په دې وروستیو کې د تاجیکستان له حکومتونو سره شریک کړی. زه خپله څو میاشتې وړاندې پاکستان ته تللی وم او هلته مو هم پر همدې موضوعاتو خبرې کړې وې.”
ملګري ملتونه او د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د مرستو پلان به د سرحدي بیړنیو مرستو ترڅنګ د راستنېدونکو په ځای پر ځای کېدو، روغتیا، سرپناه، پاکو اوبو، زده کړو او د کار زمینو برابرولو باندې تمرکز ولري.
خو مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت لا هم یوه لویه ستونزه ده، او اوسنی تمویل یوازې د زیان منونکو راستنېدونکو یوې برخې ته رسېږي.
د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان مشره میهیونګ پارک وایې: " “افغانان، که څه هم ډېری یې اسناد نه لري، خو بیا هم د ایران لپاره یوه ډېره مهمه کاري قوه بلل کېږي. موږ دا غوښتنه هم لرو چې افغانانو ته دې قانوني لارې برابرې شي. حتی که هغوی بېرته افغانستان ته ستنېږي، بیا هم باید داسې منظم او قانوني میکانیزم موجود وي چې افغانان وکولای شي په قانوني ډول ایران ته د کار لپاره لاړ شي. دا به د ناقانونه کډوالۍ دا منفي کړۍ پای ته ورسوي. دا هم زموږ د ملاتړ او غوښتنو یوه مهمه برخه ده.”
د کډوالو د حقونو فعالان که څه هم په افغانستان کې د راستنو شویو کډوالو وضیعت د اندیښنې وړ بولي او د د ملګرو ملتونو دا اقدام ستایی خو ددې پیسو د مدیریت په اړه اندیښمن دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو فعال حمید جلیلي وایې: "د ملګرو ملتونو دا اقدام ښه دی خو دا رقم دومره هم ندی چې د خلکو تولې ستونزې حل شي، غوښتنه دا ده چې دا پیسې د افغان حکومت سره سم مدیریت شي ترڅو مستحقو خلکو ته مرستې ورسیږي."
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د ناقانونه کډوالۍ د دوام مخنیوي لپاره باید افغانانو ته د قانوني کار او تګ راتګ لارې هم برابرې شي، څو د بې ثباته مهاجرت دا کړۍ پای ته ورسېږي.
ملګري ملتونه او همکارې ادارې له نړیوالو مرسته کوونکو غواړي چې د افغان راستنېدونکو لپاره د ۲۰۲۶ کال پلان بشپړ تمویل کړي، څو د بشري بحران د لا ژورېدو مخه ونیول شي.
فورم \ دبحث خونه