د لاس رسي وړ اتصالات

د بودجې کمښت د افغانستان بشري مرستو ته جدي ګواښ دی

افغانستان کې مرستندویه ادارې وایي چې د بودجې کمښت له امله اړ دي یو شمېر پروګرامونه محدود کړي
افغانستان کې مرستندویه ادارې وایي چې د بودجې کمښت له امله اړ دي یو شمېر پروګرامونه محدود کړي

په افغانستان کې بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو افغانانو لپاره د مرستو رسولو بهیر له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې له امله یې ۱.۴۴ میلیارد ډالره کسر رامنځته شوی دی.

خو د دې مالي ستونزو سربیره، بشري مرستندویه ادارو د روان کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ، شاوخوا ۴.۷ میلیونه کسانو سره څه ناڅه مرستې کړي. نږدې درې میلیونه کسانو خوراکي مرستې ترلاسه کړې او ۲.۳ میلیونه کسانو ته د نغدو پیسو او کوپنونو له لارې د ۲۰.۳ میلیون ډالرو په ارزښت ملاتړ برابر شوی دی.

مرستندویه ادارې وایي چې د بودجې کمښت له امله اړ دي یو شمېر پروګرامونه محدود او یا هم ځینې خدمات کم کړي، چې دا چاره به پر میلیونونو اړمنو کسانو مستقیم اغېز وکړي.

بل لور ته، د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ، د جګړو، سیلابونو، بې ځایه کېدو او د طبیعي پېښو له پرله‌پسې اغېزو سره مخ دي. د اوچا د افغانستان مشرې اېمي مارتین دغو سیمو ته د سفر پر مهال ویلي چې پرله‌پسې بحرانونه د خلکو د بیا رغېدو وړتیا کمزورې کړې او ګڼې کورنۍ لا هم د بېړنیو مرستو اړتیا لري. هغې ټینګار کړی چې د بودجې کمښت د بشري مرستو د دوام لپاره ستر خنډ ګرځېدلی او که اضافي مالي ملاتړ برابر نه شي، د اړتیاوو او موجودو مرستو ترمنځ واټن به لا پراخ شي. په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند د محدودیتونو دوام د هغوی ستونزې زیاته کړې او د بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.

بشري مرستندویه ادارې له نړیوالو تمویلوونکو غوښتي چې د افغانستان د بشري بحران د لا ژورېدو د مخنیوي لپاره بېړنۍ او دوامدارې مالي مرستې برابرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG