د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ پروازونه بېرته پیلیږي


د پاکستان د پي آی اې هوايي شرکت طیاره د کابل په هوايي ډګر کې.
د پاکستان د پي آی اې هوايي شرکت طیاره د کابل په هوايي ډګر کې.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د هوايي او ځمکني ټرانسپورت د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو په اساس دغه لیدنه چې پرون جمعه تر سره شوې پکې د پي ای اې (PIA) او دآريانا افغان هوايي شرکت مسؤلینو هم ګډون کړی و.

د بیان له مخې په دغه لیدنه کې د اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او پي آی اې شرکتونو د پروازونو د بیرته پیلېدو او د ټکټونو د بیو ټيټولو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د ملکي هوايي چلند ادارې په اعلامیه کې راغلي: "د اریانا افغان هوایي شرکت، کام ایر او پي آی اې هوايي شرکتونو په نورمال ډول د پروازونو پیلېدلو په اړه خبرې وشوې او د ټکټونو د لوړو بیو د راټیټولو په اړه پرېکړه وشوه چې د یادو دریو شرکتونو کډ تخنیکي ټیم به کار پرې کوي او نرخونه به نورمال حالت ته راټيټوي. او دری واړه هوايي شرکتونه به په نورمال ډول پروازونه پیلوي."

د یادې ادارې د معلوماتو په اساس په دغه لیدنه کې د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ځمکني ترانسپورټي ستونزو په هواري هم خبرې شوي او د ځمکنۍ لارې به هم د سوداګریزو اموالو د تګ راتګ پر مخ خلاصې شي.

کابل کې د پاکستان سفیر هم ویلي چې له طالب چارواکو سره یې د ترانسپورتي ستونزو هواري په اړه خبرې کړي.

د پاکستان (پي آی اې) هوايي شرکت د طالبانو تر خبرداري وروسته روانه اونۍ افغانستان ته خپل پروازونه وځنډول.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پاکستان (PIA) او د افغانستان د کام ایر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د خپلو ټکټونو بيې د تير معياري بيو په څير تنظيم کړي٠

يادې ادارې تیره پنجشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) په یوې اعلامیې کې دواړو شرکتونو ته خبردارى ورکړى چې د مخالفت په صورت کې به د دوي الوتنې په ذکر شوي خط السير کې بندې شي٠

په دې وروستیو کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته د نړیوالو الوتنو تر بندېدو وروسته یوازې د پاکستان PIA هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې لرلې.

مخکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د PIA هوايي شرکت د یوه ټکټ بیه ۱۵۰/ ۲۰۰ امریکايي ډالر و، خو اوس مهال د یوه ټکټ بیه ۱۲ برابره زیاته شوې او ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

خو د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت د طالبانو خبرداري ته په غبرګون کې خپل پروازونه کابل ته وځنډول.

تر دې مخکې ګڼو افغانانو د پاکستان د پي آی اې هوايي شرکت د ټکټونو د بیو د لوړېدو په اړه شکایتونه کړي و.

اوس مهال له پاکستان سره د هوايي پروازونو ترڅنګ له دغه هیواد سره د سپین بولدک چمن او تورخم ځکمنۍ لارې هم بندې دي.

XS
SM
MD
LG