د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: PIA او کام ایر باید د کابل-اسلام آباد د ټکټونو بیه پخوا په څیر تنظیم کړي


د پاکستان PIA هوايي شرکت طیاره د کابل په هوايي ډګر کې.
د پاکستان PIA هوايي شرکت طیاره د کابل په هوايي ډګر کې.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پاکستان (PIA) او د افغانستان د کام ایر هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د خپلو ټکټونو بيې د تير معياري بيو په څير تنظيم کړي٠

يادې ادارې نن پنجشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) په یوې اعلامیې کې دواړو شرکتونو ته خبردارى ورکړى چې د مخالفت په صورت کې به د دوي الوتنې په ذکر شوي خط السير کې بندې شي٠

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي: "د PIA او کام ایر خصوصي هوايي شرکتونو ته اطلاع ورکول کیږي چې د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ دي د ټکټ قېمتونه د اسلامي امارت د فتحې نه مخکې چې کوم قېمت معیاري و په هماغه اندازه تنظیم کړي د مخالفت په صورت کې به د دوي الوتنې په ذکر شوي خط السير کې بندې شي."

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د شمېرو په اعلانولو سره له خلکو غوښتي چې د سرغړونې په صورت کې له دوی سره اړیکه ونیسي.

په دې وروستیو کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان ته د نړیوالو الوتنو تر بندېدو وروسته یوازې د پاکستان PIA هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې لرلې.

مخکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د PIA هوايي شرکت د یوه ټکټ بیه ۱۵۰/ ۲۰۰ امریکايي ډالر و، خو اوس مهال د یوه ټکټ بیه ۱۲ برابره زیاته شوې او ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان سره د سپین بولدک جمن او تورخم لارې هم د مسافرینو پر مخ تړل شوي دي او خلک د هوا له لارې هم د ټکټونو د اخیستلو توان نلري.

تر دې مخکې ګڼ شمېر افغانانو له پاکستان سره د لارو بندېدو او دغه هیواد ته د هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو په اړه شکایتونه کړي و.

بلخوا ویل کیږي چې پاکستان دغه هیواد ته د کام ایر خصوصي شرکتونو پر الوتنو هم بندیز لیګولی دی.

تر دا مهاله د پاکستان PIA او کام یر خصوصي شرکتونو د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG