د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ـ چین نښلوونکي سړک جوړولو کار روان دی ـ چارواکي


د فواید عامې وزارت وايي چې د دغه سړک جوړولو کار ۱۵ سلنه مخته تللی دی
د فواید عامې وزارت وايي چې د دغه سړک جوړولو کار ۱۵ سلنه مخته تللی دی

د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د بدخشان ولایت په ځينو سیمو کې له چین سره د دغه هیواد د نښلوونکي سړک جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.

د فواید عامې وزارت مرستیال اشرف حق شناس نن سې شنبه مۍ ۱۱ (غوايي ۲۱) امریکا غږ ته وویل دغه سړک چې شااوخوا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري د بدخشان د پامیر « بزهای ګنبد خورد» څخه پيل او د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ تر پای پورې غځېدلی دی.

ښاغلي حق شناس زیاته کړه چې د دغه سړک جوړولو کار ۱۵ سلنه مخته تللی دی.

هغه وویل چې ددې سړک د جغلې اچولو د کار په پای ته رسېدو سره به د دغه سړک د اسفالت کار هم شروع شي.

د فواید عامې وزارت تمه ښيي چې افغانستان ـ چین ترمنځ لار به په راتلوونکي کې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټ په لار بدله شي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو په اساس دغه سړک به د ۳۶۹ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شي چې پیسې د افغانستان د ملي بودجې څخه ورکول کیږي.

د افغانستان حکومت دغه لار له چین سره له تر ټولو نژدې لارو څخه بولي او وايي چې د دغه لارې په جوړېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري زیاته شي.

افغان چارواکي همدارنګه وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره د بدخشان د واخان ملي پارک ته د سیلانیانو تګ اسان او هم زیات شی.

XS
SM
MD
LG