د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په افغانستان کې نیم تجارتي مارکیټ بایللی


چارواکي‌ وايي په پېښور کې د وړو د تولید ۲۰۰ فابریکو له ډلې یې ۱۰۰ تړل شوي دي
چارواکي‌ وايي په پېښور کې د وړو د تولید ۲۰۰ فابریکو له ډلې یې ۱۰۰ تړل شوي دي

په پېښور کې د وړو د تولید له ۲۰۰ فابریکو نه ۱۰۰ یې تړل شوي دي.

د پاک-افغان د سوداګرۍ د خونو مشر زبیر موتي والا وايي چې په افغانستان کې د پاکستاني صادراتو او توکو مارکیټ ډیر کم شوی دی.

ښاغلی موتي والا چې تازه افغانستان ته تللی و، وویل په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۲.۷ میلیارده ډالر وه، خو اوس ۱.۲ میلیاردو ته راښکته شوې چې تر نیمایي هم کمه ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان سیاسي روابط خراب شوي‌ او پاکستان څو وارې د تورخم، سپین-بولدک چمن دروازې وتړلې او افغانستان ته یې د پاکستاني صادراتو مخه ونیوله.

خو موتي والا‌ په افغانستان د پاکستان د مارکیټ‌ د کموالي یو بل علت د چین او هند صادرات هم بولي. دی وايي هند او چین افغانستان ته صادرات ډېر کړي او د پاکستاني‌ توکیو ځای هندي او چینایي توکیو نیولی دی.

د پاکستان د احصايي ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال پاکستان افغانستان ته ۱.۴۳۷ میلیارد ډالر صادرات کړي وو، خو په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره ۱.۲۷۱ میلیاردو ته راکمه شوه. همدغه راز د ۲۰۱۷-۱۸ کال د لومړۍ برخې صادرات ۳۱۹ میلیونه ډالره وو.

ښاغلي موتي والا د پاکستان د ډان انګلیسي‌ ورځپاڼې ته ویلي‌ دي په پېښور کې د وړو د تولید د ۲۰۰ فابریکو له ډلې یې ۱۰۰ تړل شوي دي. وايي مخکې به افغانستان ته په مالونو بار ۷۰۰۰۰ کانتینرونو ته تلل او اوس دا شمېره ۷۰۰۰ ته ښکته شوې ده.

همدغه راز پاکستان ته د دوا درملو لپاره د افغانانو تګ راتګ هم بیخي کم شوی دی. د پاک-افغان د سوداګرۍ د خونو مشر زبیر متیوالا وايي هر کال به زرګونه افغانان پاکستان ته د درملنې لپاره ورتلل، خو اوس یې هند ته مخه کړې ده، ځکه چې د نوموړي په خبره هند ورته ارزانه پریوځي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د چابهار بندر پرانیستل شو او افغانستان د ایران له لارې د هند سمندر ته لاره پیدا کړه او د کابل-ډیلي سوداګرۍ ته هم لاره هواره او اسانه شوه. هند له همدې لارې ټنونه غنم افغانستان ته انتقال کړل.

پر دې سربېره په ۲۰۱۷ کال د هند او افغانستان ترمنځ هوايي ترانزیت هم پیل شو. افغان حکومت وايي اوس افغانستان له اقتصادي پلوه یوازې پر پاکستان متکی نه دی.

XS
SM
MD
LG