د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او تهران د افغان کډوالو غرقېدو په اړه ګډې څېړنې پیل کړې


له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځوکونو د چلند په اړه راپور د امریکا په ګډون په پراخه کچه غندل شوی دی.
له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځوکونو د چلند په اړه راپور د امریکا په ګډون په پراخه کچه غندل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او تهران ترمنځ د سرحدي کمیسارانو د تړون په اساس دواړو هېوادونو د ایران په پوله د افغان کډوالو د غرقېدو قضیې په تړاو ګډې څېړنې پیل کړي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۳مه (غوايي ۲۴) خبریالانو ته وویل چې له ایران سره په پوله کې د وروستۍ پېښې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ له مذاکراتو وروسته پرېکړه شوې چې نن د پېښې په ځای کې ګډې څیړنې پیل کړي.

هغه زیاته کړه: "د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیساریو د ګډو څېړنو پیل او د حقایقو موندل به د پېښې څرنګوالی تشخیص کړي او د عدالت تامینولو ته به زمینه برابره کړي".

د روانې غويي میاشتې په ۱۲مه نېټه په هرات ولایت کې یو شمېر افغان ځوانانو چې په غیر قانوني توګه د ایران پولې ته اوښتي وو، د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له خوا د ۵۰ افغان کډوالو د شکنجه کولو او بیا په سیند کې د هغوی د ګوزارولو ادعا وکړه.

د پېښې په تړاو د افغانستان د جمهور رئيس له خوا د ګومارل شوي څیړونکي پلاوي د معلوماتو په اساس د دغو کډوالو شمېر ۴۶ تنه وو چې د بهرنیو چارو وزارت پر وینا تر اوسه د لسو تنو جسدونه موندل شوي، ۱۹ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور ورک دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې افغان حکومت به دا پېښه د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت تر تامینولو پورې په جدي ډول تعقیب کړي.

له افغان کډوالو سره د ایران د سرحدي ځوکونو د چلند په اړه راپور د امریکا په ګډون په پراخه کچه غندل شوی دی.

XS
SM
MD
LG