د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف اتمر ته: په اوبو کې د افغان کډوالو د غرقېدو په اړه پلټنه کوو


افغان هم په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.
افغان هم په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او ایران په سرحد کې د یو شمیر افغان کډوالو د غرق کیدو د پیښې په اړه په تلیفون خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې ناوخته مې ۱۰( غوايي ۲۱) په یوه اعلامیه کې د دغې تلیفوني اړیکې په اړه ویلي چې ښاغلي اتمر او ښاغلي ظریف یو ځل بیا د افغانستان او ایران په سرحد کې د یو شمیر افغان کډوالو د غرق کیدو د پیښې د دواړو هیوادونو په ګدو پلټنو ټینګار کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي" ښاغلي ظریف د ایران له خوا د پلاوي د ټاکلو لپاره ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی او هغوی ( ایران) به ژر د پیښې په ځای کې خپلې پلټنې پیل کړي".

د دغې اعلامیې له مخې ښاغلي اتمر خپل ایراني سیال ته ویلي چې د پیښې د پلټنې لپاره یو پلاوی هرات ته استول شوی دی او د دغې پیښې په باب یې پلټنې پیل کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي اتمر او ښاغلي ظریف په دې هم موافقه کړې چې که اړتیا پیښه شي د دواړو هیوادونو ګډ پلاوي به په هرات او مشهد ښارونو کې ګډې غونډې جوړې شي.

دا اعلامیه وايي"د دغې پلټنې هدف د حقایقو موندل، د پلټنو په رڼا کې د راتلوونکو اقداماتو په اړه پریکړې او په راتلوونکي کې د دغسې پیښو د بیا پیښدو د مخنیوي لپاره د حل لارو موندل دی".

د هرات ولایت یو شمیر اوسیدونکو تیره اونۍ ادعا وکړه چې شاوخوا پنځوس افغان کډوا چې په غیر قانوني ډول ایران ته روان وو دایران د سرحدي ځواکونو له خوا د زورولو وروسته د افغانستان او ایران ترمنځ د " دهنه ذولفقار" سرحدي سیمه کې په سیند کې اچول شوي دي.

یو شمیر د دغو کډوالو چې له سیند څخه ژغورل شوي ادعا کړې چې له پنځوس تنو څخه یوازې ۱۲ تنه له اوبو څخه د خپلو ځانونو په ژغورلو بریالي شوي دي.

د بلې خوا د دغې پیښې د پلټنې لپاره سیمې ته د افغان حکومت د استول شوي پلاوي رئیس حمید طهماسي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د دوی پلټنې ښيي چې په دې پیښه کې له شاوخوا پنځوس افغان کډوالو ۲۱ تنه یې ژغورل شوي ۱۲ مړي موندل شوي دي. هغه وویل تراوسه د شاوخوا پنځلس تنو نورو برخلیک څرګند نه دی.

ښاغلي طهماسي وویل، د دِې پیښې په اړه یې ډیر اسناد ترلاسه کړي چې ټاکل شوې د ایراني چارواکو سره به یې شریک کړي.

هغه وویل چې لومړني ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دا پیښه د ایران په خاوره کې پښیه شوې ده.

د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا په سیند کې د افغانانو د اچولو او ډوبیدلو مسله په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون دا پیښه په نړیواله کچه غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG