د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ بورډ له اماراتو سره د همکارۍ پنځه کلن تړون لاسلیک کړ


د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره د (هر اړخیزې همکارۍ) برخه کې د پنځه کلن تړون د لاسلیک خبر ورکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لېندۍ شپږمه) ویلي چې د یاد هوکړه لیک له مخې به افغان لوبډله د اماراتو په وړاندې هر کال درې شل اوریزې لوبې کوي او په بدل کې به یې له افغان کرکټ بورډ څخه د لوبو د اجازې فیس نه اخیستل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب د پیسو د سپما په ‌‌برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې ده.

کرکټ بورډ زیاتوي چې متحده عربي امارات پخپل«سپورټس سیټي» یا ورزشي لوبغالي کې د افغانستان کرکټ بورډ ته دفتر ورکولو ترڅنګ د بازار او مالي ملاتړ موندنې په برخه کې هم مرسته او همکاري کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې متحده عربي امارات د دې ترڅنګ د افغانستان په کوربه توب د لوبلړیو پر مهال د لوبډلو مسؤلینو او لوبغاړو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس نصیب خان په دې اړه ویلي: "یاد هوکړه لیک د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی، موږ به هر کال متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ سره د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوو، په بدل کې به یې له موږ د لوبو د اجازې فیس نه اخیستل کېږي چې له دې وړاندې به لوی مقدار پيسې ورکول کېدې، همدارنګه به له موږ سره د نورو لوبلړیو پر مهال چې له نورو لوبډلو سره به یې ترسره کوو؛ د ویزو برخه کې همکاري کېږي، په سپورټس سیټي یا ورزشي انګړ کې به دفتر راکول کېږي او د مالي ملاتړ په موندنه کې به له موږ سره همکاري کوي."

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ تر دې مخکې د لوبډلو د کوربتوب لپاره داسې مشخص ځای نه لاره.

د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو له کرکټ بورډ سره د یاد تړون لاسلیکول د افغانستان لپاره ګټور بللی دی.

XS
SM
MD
LG