د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ


د افغانستان او سري لانکا ترمنځ لوبې
د افغانستان او سري لانکا ترمنځ لوبې

نن جمعه د نومبر ۲۵ (لیندۍ) څلورمه د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیلیږي.

دا لوبې د سري لانکا د «کینډي» د «پالیکیلي» په میدان کې کېږي. د افغانستان د کرکټ لوبغاړو د دغو لوبو لپاره په دوبۍ کې تمرینونه وکړل او څو ورځې مخکې د سري لانکا د کینډي ښار ته رسېدلي او یو لړ تمرینونه یې هم کړي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې افغان لوبغاړي د دغو لوبو لپاره چمتوالی نیولی دی.

دا درې لوبې د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو لوبو د نړیوال جام د غوراوي پړاو دی چې «سوپر لیګ» بلل کېږي او له څه باندې یوه کال راپدیخوا د هالنډ او د کرکټ‌ د نړیوالې شورا د ۱۲ بشپړو غړو هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي.

افغانستان تر دا مهاله د سوپر لیګ ۱۲ لوبې کړې چې لس یې ګټلې دي او دوې یې بایللې دي او یو شمېر نورې دا ډول لوبې یې پاتې دي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو په اساس په دغو لوبو کې هرې لوبډلې ته په هر بري سره ۱۰ نومرې ورکول کېږي او که لوبه مساوي شي، یا د موجه دلیل له کبله ونشي او یا بې نتیجې پای ته ورسېږي، بیا دا ۱۰ نومرې په دواړو لوبډلو باندې مساوي وېشل کېږي.

افغانستان دا مهال ۱۰۰ نومرې لري او د ۱۳ هېوادونو په کتار کې په اووم مقام کې دی، که له سري لانکا څخه د لوبو دا لړۍ وګټي، نو د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته داخلېږي چې په هند کې به د نړۍ د غوره لسو هېوادونو ترمنځ وي.

XS
SM
MD
LG