د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لوبغاړي‌اعلان کړل


د افغانستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۳ (وږي۲۲) د ۲۰۲۳ د کرکټ د نړیوال جام سیالیو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د دغو لوبغاړو د اعلان په مهال په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې مخالفو لوبډلو ته په کتو یې لوبغاړي غوره کړي‌ دي.

هغه وویل چې «کوښښ به مو دا کړی وي چې ټیم ته په کتو او مخالفو لوبډلو ته په کتو» لوبغاړي وټاکو.

هغه د حشمت شهیدي په کپتانۍ کې د ۱۵ لوبغاړو نومونه اعلان کړل چې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ،‌ ریاض حسن،‌ رحمت شاه، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، عظمت عمرزی، مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل حق فاروقي په کې دي.

د دې ترڅنګ ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید ملک په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي چې که ضرورت شو، لوبډلې ته به وغوښتل شي.

ګلبدین نایب د پاکستان په خلاف وروستیو سیالیو او اسیا کپ کې ولوبېده او وځلېده. اسدالله خان ویلي وو چې هغه وخت یې ځکه ګلبدین په لوبډلې کې شامل کړی و، چې عظمت الله عمرزی ژوبل شوی و. نوین الحق هم ژوبل شوی و او څه موده یې د کرکت لوبې ونکړې.

اسدالله خان وویل چې ژوبل شوي‌ لوبغاړي بشپړ روغ شوي دي او لوبو ته چمتو دي.

نوموړي ‌همدغه راز له هغوو ټولو لوبغاړو څخه بخښنه وغوښته چې نړیوال جام سیالیو ته غوره کړل شوي‌ نه دي.‌ هغه وویل چې له شاوخوا دوو کلونو راهېسې یې بېلا بېل لوبغاړي‌ وازمایل او همدا لوبغاړي یې نهايي کړل.

افغانستان په نړیوال جام کې د دوو تمریني لوبو په ګډون ټولې ۱۱ لوبې کوي. د افغانستان لومړۍ تمریني‌ لوبه د سپتمبر په ۲۹ له جنوبي‌افریقا سره ده او دویمه یې د اکتوبر په درېیمه له سري لانکا سره ده.

په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره ده. د دغه نړیوال جام کوربه هند دی او ټولې لس لوبډلې په کې لوبېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG