د افغانستان کرکټ بورډ نن پنجشنبه (اکتوبر۱) له بنګله دېش او زمبابوې سره د ټسټ، یوې ورځنیو او شل اوریزو سیالیو ته د لوبغاړو نومونه (سکواډز) اعلان کړل.
افغانستان د اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه په متحدو عربو اماراتو کې له بنګله دېش سره د ټست (پنځه ورځنۍ لوبې) سیالي پیلوي. دغو سیالیو ته په اعلان شوي سکواډ کې یو شمېر افغان ستوري راشد خان، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، فضل حق فاروقي او نور احمد لکڼوال نه شته او د دوی په ځای ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
له دغې ټست لوبې وروسته، افغانستان د بنګله دېش او زمبابوې سره د یوې ورځنیو لوبو درې اړخیزه لړۍ پیلوي. د افغانستان د دغو لوبو لپاره په اعلان شوي سکواډ کې تر ډېره هماغه لوبغاړي دي، چې څه موده مخکې یې له ایرلنډ سره په پنځو یوې ورځنیو لوبو کې وو. اکرام علي خېل، بلال سمیع او الله محمد غضنفر په کې زیات شوي دي.
ضیاء الرحمن او یمین احمدزی چې له ایرلنډ سره سیالیو کې وو، اوس په احتیاطي لوبغاړي اعلان شوي، په دې مانا که ورته اړتیا پیدا شوه، لوبډلې کې به شامل شي.
د یوې ورځنیو لوبو له دغې لړۍ وروسته، افغانستان له زمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو درې لوبې لري. محمد نبي، ګلبدین نایب او دروېش رسولي، چې څو اونۍ مخکې له هند سره په شل اوریزو سیالیو کې وو، دغو سیالیو ته په اعلان شوي سکواډ کې نه دي غوره شوي.
د هغوی په ځای ځینې ځوان لوبغاړي محمد اکرام، نور الرحمن، عبدالله تره خېل او اعجاز احمد اخیستل شوي دي. عبدالله تره خېل او محمد اکرم لا په ملي لوبډلو کې لوبېدلي نه دي.
افغانستان د دغو ټولو سیالیو کوربه افغانستان دی. دا سیالۍ د اکتوبر په نهمه نېټه پیل کېږي او د نومبر په ۱۷مه نېټه پای ته رسېږي.
فورم \ دبحث خونه