هند او پاکستان په جاپان کې د کرکټ د اسیايي سیالیو پایلوبې ته ووتل چې د شنبې په ورځ کېږي.
هند د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر۱) په نیمه پایلوبې کې سري لانکا ته د ۱۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هند ۱۶۹ منډې وکړې او د سري لانکا ټوله لوبډله په ۴۵ منډو وسوځېده.
پاکستان بیا بنګله دېش ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. پاکستان د بنګله دېش د ۱۱۲ منډو هدف پوره کړ.
د باران له کبله د پاکستان او بنګله دېش د شل اوورونو لوبه ۱۳ ته کمه شوې وه.
سبا جمعه به بنګله دېش او سري لانکا د درېیم مقام د ګټلو لپاره سیالي کوي.
د اسیا د کرکټ د سیالیو فاینل د شنبې په ورځ ده، چې ګټونکی به یې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.
فورم \ دبحث خونه