د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي‌ اعلان شول


د ملې روغې جوړې د عالي شورا جوړیدل د سراسرې سولې په هکله د ملي اجماع رامنځته کول ښودل شوي.
د ملې روغې جوړې د عالي شورا جوړیدل د سراسرې سولې په هکله د ملي اجماع رامنځته کول ښودل شوي.

د افغانستان حکومت د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالې شورا لپاره غړي اعلان کړل.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي چې دا شورا په هیواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع د رامنځته کیدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ شوی و.

ارګ دې شورا ته د ۴۶ کسانو نومونه هم لیږلي دي او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې یوه اونۍ وخت وررکړی چې د شورا د عمومي مجمع د غړو لست نهایي کړي.

د ارګ لخوا په معرفي شویو کسانو کې مخکنی جمهور رئیس حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي، د میرمنو استازې او مصالحې د عالې شورا د رهبرۍ هیت غړي شامل دي.

ارګ د ملي روغې جوړې د عالي شورا فرمان پداسې حال کې خپروي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه په دوحه کې وشي، ځنډیدلې دي.

طالبان ټینګار کوي چې د خپلو ټولو بندیانو د خوشې کیدو وروسته په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي خو د افغانستان حکومت وایي پاتې شاوخوا ۲۲۰ بندیان هغه وخت خوشې کوي چې طالبان د افغانستان د حکومت کمانډو ځواکونه خوشې کړي.

معلومه نده چې څومره کمانډو ځواکونه د طالبانو سره بندیان دي او د افغانستان حکومت یې هم د شمیر په هکله څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG