د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: فرانسه وايي طالبان باید خپلې ژمنې پوره کړې


ارګ وايي د افغانستان او فرانسې ولسمشران په تیلیفون غږېدلي
ارګ وايي د افغانستان او فرانسې ولسمشران په تیلیفون غږېدلي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له ولسمشر غني سره په تیلیفون خبرې کړي.

ارګ وايي ښاغلي مانویل وویل چې افغان حکومت د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي چې په وینا هم باید د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د ارګ د اعلامیې له مخې دواړو لویو د طالب بندیانو او د طالبانو سره د افغان دولت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې کړي دي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي: "د فرانسې جمهوررئیس د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ وې ویل، د افغانستان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي دي او اوس باید طالبان د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي."

د بیان له مخې د فرانسې ولسمشر د نورو برخو ترڅنګ له افغان حکومت سره د سولې بهیر په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغو دواړو ولسمشرانو تېره ورځ خبرې کړې دي.

ښاغلی مکرون پر داسې مهال له ولسمشر غني سره خبرې کړي چې فرانسې د هغو طالب بندیانو له خلاصولو سره مخالفت وکړ چې د فرانسوي اتباعو په وژلو تورن دي.

۴۰۰ طالب بندیان چې د افغان حکومت په وینا په حق البعدي مسائلو تورن دي، ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته د هغوی د ازادولو فرمان لاسلیک کړ.

خو فرانسې د یادو طالب بندیانو په ډله کې د هغو کسانو د ازادېدو په اړه اندېښنه وښودل چې د فرانسي وګړو د قتل په تور زنداني شوي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: "فرانسه په ځانګړي ډول د هغو کسانو په منځ کې چې کېدای شي ازاد شي، د څو تنو تروریستانو په اړه چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو په قتل تورن دي، اندېښنه لري."

د یاد هیواد په اعلامیه کې راغلي: "موږ د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ترهګرو ازادلو په برخه کې اقدام ونه کړي."

که څه هم افغان حکومت د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته د یادو طالب بندیانو له ډلې د ۸۰ تنو د ازادېدو خبر ورکړ، خو د پاتې شااوخوا ۳۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو برخلیک لا څرګند نه دی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست تیره اونۍ د امریکا د سولې انستیتوت په یوې انلاین غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې به پاتې طالب بندیان هم آزاد شي او د هغه په وینا له دې کسانو سره به په مجموع کې د آزادو شویو طالب بندیانو شمیر ۵۶۰۰ کسانو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG