د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د نړیوالو مرستو د ښه لکولو لپاره تګلاره جوړه کړه


د افغانستان حکومت د موجوده مالي سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې او په شفافه او اغیزمنه توګه د ملي بودیجې او د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګولو لپاره د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنه تګلاره جوړه کړې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د دغې تګلارې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل نړیوالې ټولنې ته د شویو مرستو په اړه حساب ورکولو ته چمتو دی.

ښاغلي غني وویل "د شفافیت او حساب ورکولو هر معیار چې نړیواله ټولنه یې د بودیجې د تطبیق په برخه کې غواړي موږ ورته ژمن یو، زموږ دلیل دا دی چې لومړی دا زموږ د دین سپارښتنه ده او دویم دا زموږ د خلکو غوښتنه هم ده، زموږ خلک ضایعات نغواړي هغوی غواړي چې په شفافیت سره کار وشي او حساب ورکول شتون ولري".

ولسمشر غني زیاته کړه چې په افغانستان کې د موازي بنسټونو له لارې د پروژو عملي کول د بودیجې د ضایع کیدو لامل شوی او له نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې موازي بنسټونه په تدریجي توګه د افغانستان په دولتي ادارو کې مدغم کړي.

ښاغلي غني وویل"... خوکله چې وغواړئ پوه شئ، چې د کوم قراردادي له چا سره قرارداد شوی، پنځلس دروازې به وټکول شي خو بیا هم حساب نه ورکول کیږي، نو ځکه له نړیوالې ټولنې زموږ دویمه غوښتنه دا ده چې موازي سیستم باید په تدریج خو په اصولي توګه د دولت په چوکاټ کې ځای شي".

په همدې توګه ښاغلي غني وویل، په تیرو کلونو کې زیاتې کوچنۍ پروژې په افغانستان کې عملي شوې دي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کړی نه دی او په خبره یې اوسمهال خلک له نړیوالې ټولنې غواړي چې لویې پروژې عملي کړي.

ښاغلي غني وویل "زموږ عمده پیغام دا دی چې پروژه په پروژه هیواد پرمختګ نه کوي، د افغانستان د خلکو غوښتنه داده چې له وړو پروژو څخه لویو ته لاړشو، سلګونه پروژې عملي شوې، خو ولې خلکو د سلما د بند په جوړېدلو جشن وکړ، ځکه چې پوهیږي د افغانستان اوبه یا د هیلې او هوساینې لار ده او یا لکه سیلاب راځي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي".

ولسمشر غني زیاته کړه، د عامه مالي چارو د مدیریت پنځه کلنه تګلاره به د ښې حکومتوالۍ په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي او د دغې تګلارې د عملي کولو لپاره به له ټولو سیاسي او اقتصادي کړیو څخه د مرستې غوښتنه وکړي.

افغان حکومت په پام کې لري چې دغه تګلاره د یو سند په توګه د بروکسل په راتلونکي کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته هم وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG