د لاس رسي وړ اتصالات

د کار د رامنځ ته کیدو ملي پروگرام پرانستل شو


ښاغلی غني وایي تر یوه کاله به په افغانستان کې د بریښنا د تولید ظرفیت دوه چنده شي.
ښاغلی غني وایي تر یوه کاله به په افغانستان کې د بریښنا د تولید ظرفیت دوه چنده شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي د سولې لپاره د کاري فرصتونو د رامنځ کولو ملي پروګرام له لارې به چې نن پیل شو تر راتلونکي پسرلي پورې په پنځه لس زره کلیو کې په لسګونو زرو خلکو ته د کار کولو امکانات برابر شي.

جمهور رئیس غني نن د سه شنبې په ورځ په ارګ کې د سولې لپاره د کاري فرصتونو د رامنځ کولو ملي پروګرام د پرانستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلې وینا په پیل کې وویل چې هغوی چې د افغانستان د ماتیدو خوبونه لیدل که څه هم خپلو اهدافو ته و نه رسیدل خو بیا یې هم په دغه هیواد کې امنیتي ستونزې زیاتې کړې.

ښاغلي غني وویل "هغو کسانو چې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون د جنګ لپاره پلمه کاوه، د بهرنیو عسکرو د وتلو د بهیر د سرعت سره جنګ لا تیز کړ، دوی ګمان کوه چې افغانستان به تباه کړي، خو لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې ده هرهغه څوک تباه شوی چې د افغانستان د تباه کولو او ماتولو خوبونه یې لیدل."

هغه زیاته کړه که څه هم چې د افغانستان دښمانان په خپلو مقصدونو کې ناکام شول او ناکام به شي خو امنیتي مشکلات یې زیات کړل او "زمونږ د زرګونو وطنوالو ویني یې وبهولې اخیري بیلګه یې شکریه په زابل کې او تورپیکۍ په کندهار کې ده ".

ښاغلي غني تیره اونۍ په کابل او د افغانستان په یو شمیر نورو ښارونو کې لاریونونو ته په اشارې وویل چې د دغو لاریونو په ترڅ کې افغانانو په یوه خوله خپله کرکه د ترور او وحشت څخه څرګنده کړه.

هغه وویل چې د افغانستان څخه د زرګونو بهرنیو عسکرو وتلو د دغه هیواد په اقتصاد ناوړه اغیزه کړې ده " البته یوازې جنګ او ناامني زمونږ لویه ستونزه نه وه، زمونږ بله لویه ستونزه د اقتصادي مشکلاتو او په تیره بیا ځوانانو ته د کارونو د کموالي ستونزه وه، کله چې دلته یوسل او دیرش زره خارجي عسکر موجود وو، نو هغوی د خپلو لوژیستکي او نورو چارو لپاره څلورسوه زره خارجي او داخلي قراردادیان درلودل چې په نتیجه کې یې په لکونو کسانو ته د ښو معاشونو کارونه بابروو، د خارجي عسکرو د وتلو سره نه یوازې دا چې دغه کسان وزګاره شول، بلکې ګڼو هغو کسانو ته هم اقتصادي مشکلات پیدا شول چې ددغو کسانو د ګټې وټې له برکته یې ځانونو ته یوه ګولۍ مړۍ ګټله".

جمهوررئیس غني وویل چې په داسې پروګرامونو یې کار کړی چې په اوږده موده کې خلکو ته کارونه پیداکوي.

هغه وویل چې ددې ترڅنګ یې د هغو خلکو لپاره د کارموندلو لارو چارو په لټولو غور کړی چې دستي اوزګار ګرځي.

ښاغلي غني وویل "ددغې ستونزې سره د مقابلې لپاره د مختلفو ملي او کمکي ادارو څخه یوه اندازه پیسې مو ترلاسه کړي دي، ترڅو د سولې لپاره د کاري فرصتونو د رامنځ کولو ملي پروګرام نن پرانیزو، ددغه پروګرام اصلي هدف د کاري فرصتونو رامنځ ته کول او خلکو ته نوي کاري فرصتونه رامنځ ته کول دي، هڅه کیږي چې ددغه پروګرام له لارې هم په کلو او هم په ښارونو کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي ".

جمهوررئیس غني وویل چې ددغه پروګرام په لومړي سر کې به په څلور زره اوسوه کلیو کې خلکو ته د کارکولو فرصتونه برابرشي چې بیا به په پسرلي کې دا پروګرام نور هم پراخه شي او پنځه لس زره کلیو کې به خلک د دغه پروګرام څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني وویل چې د دغه پروګرام ل لارې به د کلیوالو سیمو ترمنځ سړکونه وغځول شي او هم به بزګرانو سره د هغوی د کرهڼیزو محصولاتو د کچي د لوړولو لپاره مرستې وشي. همداشان په ښارونو کې به د ښارونو د پاکولو د بهیر په ترڅ کې خلکو ته کار پیدا شي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې په پام کې لري خلکو ته سل زره ارزانه کورونه جوړ کړي چې ددغه بهیر پیل به د چین له خوا په کابل کې د لس زره کورونو په جوړولو پیل شي.

جمهور رئیس وویل چې د یوکال په موده کې به په کوردننه د برښنا تولید دوه چنده لوړشي. هغه وویل چې اوس افغانستان د خپلو منابعو څخه یوازې ۲۳۱ میګاواټه برښنا تولیدوي چې کال ته به په دغې انداري ۲۴۰ میګاواټه نوره هم زیاته شي.

د افغانستان جمهوررئیس وویل چې د یوکال په موده کې به په افغانستان کې پنځه لس کوچني او ستر بندونه هم جوړشي.

XS
SM
MD
LG