د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لوی څارنوال له دندې استعفا وکړه


فرید حمیدي تیره ورځ خپل استعفا ورکړې او ولسمشر غني هم منلې ده
فرید حمیدي تیره ورځ خپل استعفا ورکړې او ولسمشر غني هم منلې ده

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې او ولسمشر محمد اشرف غني یې استعفا منلې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پرون دوشنبه مارچ لومړۍ (کب ۱۱) ناوخته وویل چې ښاغلي حمیدي د « خپلو کورنیو او شخصي ستونزو» له امله استعفا کړې ده.

دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني د فرید حمیدي د کارونو د ستایلو ترڅنګ د هغه استعفا ومنله.

فرید حمیدي د لوی څارنوال په توګه د دندې د تر سره کېدو مخکې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون او د بشري حقونو کمېسیون غړی هم و.

فرید حمیدي په ۱۳۴۶ کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی و، نوموړي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو او د پولیسو اکاډمۍ د جزا حقوقو په څانګو کې زده کړې کړي وې.

ښاغلي حمیدي همدارنګه د ایران د ازاد اسلام پوهنتون څخه د جرم پيژندلو په برخه کې ماستري هم اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG