د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت ولې له ایران نه د چرګانو واردول بند کړل


د ایران په شمال کې د چرګانو انفلونزا تاید شوې ده
د ایران په شمال کې د چرګانو انفلونزا تاید شوې ده

افغان حکومت وايي وروسته له هغې چې د ایران په شمال کې د مرغانو د انفلونزا خپریدل تائید شول، له دغه هیواد څخه یې افغانستان ته د چرګانو او د چرګانو د محصولاتو واردول تر یوې نامعلومې نیټې پورې بند کړي دي.

د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل، چې تیره ورځ د سلواغې په ۱۶مه د ایران د حیواني روغتیا ادارې د دغه هیواد په شمال کې ( H5N8) د "ایچ پنځه این اته" ډوله د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ خپریدل تائید کړل .

هغه وویل، افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ ( سلواغې ۱۷ مه)له ایران څخه افغانستان ته د دغې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د چرګانو او د چرګانو د محصولاتو واردول بند کړل.

ښاغلي رستمي وویل " دې ته په پاملرنې، چې مونږ له ایران څخه خپل هیواد ته د چرګانو غوښه، ژوندي چرګان او د چرګانو محصولات واردول، افغانستان کې د دغې ناروغۍ د خپریدلو د مخنیوي لپاره پریکړه وشوه، چې د خپلو هیوادوالو د ساتنې او د چرګانو د فارمونو د ساتنې لپاره تر بلې خبرتیا پورې د چرګانو او د چرګانو محصولاتو واردول بند شي".

افغان حکومت دغسې پریکړې په یوه کمیټه کې کوي، چې د حیواني روغتیا د نړیوالې ادارې او د ملګروملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې "ایف اې او" سربیره د افغان حکومت یو شمیر وزارتونو، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ استازي په کې برخه لري.

همداشان دغې کمیټې په پریکړو کې وویل شوي، چې کوم ایراني محصولات، چې افغانستان راوړل شوي تر دریو اونیو پورې به په قرنطین کې وساتل شي.

د دې پریکړې له مخې، سوداګرو، چې په ایران کې چرګان او د چرګانو محصولات اخیستي او لا یې افغانستان ته وارد کړي نه دي، د دغو محصولاتو واردول هم منع شوي دي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې تیرکال د مرغانو انفلونزا افغانستان ته د مهاجرو مرغانو په واسطه انتقال شوې وه، چې د افغان حکومت له خوا پر وخت اقداماتو له امله یې اغیزې محدودې پاتې شوې.

افغان سوداګر چرګان او د چرګانو محصولات په ځانګړي ډول هګۍ له ایران او پاکستان څخه واردوي.

په تیرو اتلس کلونو کې د افغانستان په دننه کې هم د چرګانود روزنې او د ساتلو کاروبار ډیره وده کړې او اوس مهال په یو شمیر ښارونو کې خلک د بهرنیو چرګانو پر ځای د خپلو کورنیو محصولاتو څخه کار اخلي.

له ایران څخه افغانستان ته د چرګانو او د چرګانو د محصولاتو د واردولو کچه معلومه نه ده.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې له ایران څخه د چرګانو واردول به په افغانستان کې په بازارونو کې د چرګانو د محصولاتو د بیعو د لوړیدو سبب نه شي.

ښاغلي رستمي وویل " لسګونو زرو فارمونو شتون، چې په ټول هیواد کې شته دی، په دې برخه کې هیڅ ګواښ نشته، کورني فارمونه به د بازار اړتیا پوره کړي".

د مرغانو انفلونزا یو ډول ناروغي ده، چې له مرغانو انسانانو ته انتقالیږي او که پر وخت یې علاج ونه شي د مړینې سبب هم ګرځي.

د دې پریکړې وړاندې د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بهرنیو هیوادونو څخه د زړو چرګانو په واردولو باندې بندیز لګولی وو.

XS
SM
MD
LG