د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په کرکټ کې د تېر نړیوال جام اتل انګلنډ ته ماتې ورکړه


مجیب الرحمن د انګلنډ لوبغاړو په سوځولو خوشحالي کوي
مجیب الرحمن د انګلنډ لوبغاړو په سوځولو خوشحالي کوي

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرکټ په نړیوال جام کې په خپلې درېیمې لوبې کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.

دا د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د یو ورځنیو نړیوال جام په سیالیو کې دویم بری دی او اول ځل دی چې له انګلنډ څخه لوبه ګټي.

د هند په نوي ډهلي کې د یکشنبې د ورځې اکتوبر ۱۵ (تله۲۳) په لوبې کې انګلنډ د افغانستان د ۲۸۵ منډو د هدف په ځواب کې یوازې ۲۱۵ وکړلې او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

په افغان توپ وهونکو کې رحمان الله ګربز ۸۰ او اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی مجیب الرحمن شو. ده د انګلنډ درې لوبغاړي وسوځول. راشد خان هم درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي دوه، نوین الحق او فضل حق فاروقي یو-یو لوبغاړي وسوځول.

انګلنډ د ۲۰۱۹ نړیوال جام اتله لوبډله ده. افغانستان د ۲۰۱۵کال په نړیوال جام کې له سکاتلنډ څخه لوبه ګټلې وه. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یې خپلې ټولې نهه لوبې بایللې وې.

افغانستان په روان نړیوال جام کې تر دې دمه درې لوبې کړې دي. په بنګله دېش او هند یې بایللې دي.

بله لوبه یې د چهارشنبې په ورځ د نیوزلنډ سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG