د اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو په نیمه پایلوبه کې افغانستان الف (ابدالیانو) جمعه اکتوبر ۲۵ (اکتوبر ۴) هند الف ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت
افغانستان ابدالیانو د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او مقابل لوري ته یې د ۲۰۷ منډو لوړ هدف وټاکه.
د هند الف لوبډلې په ځواب کې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېد ۱۸۶ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
د افغانستان لپاره پرانیستونکي توپ وهونکي صدیق الله اتل ترټولو زیاتې ۸۳ منډې، زبیر اکبري ۶۴ او کریم جنت ۴۱ منډې وکړې.
د هند الف لوبډلې لپاره رامنډیپ سینګ ترټولو زیاتې ۶۴ مندې وکړې.
ددې ټورنمنټ پایلوبه یکشنبې (اکتوبر ۲۷) د افغانستان ابدالیانو او سري لانکا الف لوبډلو ترمنځ کیږي.
فورم \ دبحث خونه