د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان له ایرلنډ څخه څلورمه لوبه هم وګټله


د افغانستنا او ایرلنډ ترمنځ وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ده
د افغانستنا او ایرلنډ ترمنځ وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ده

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ د پنځو لوبو لړۍ ۲-۲ شوه او وروستۍ لوبه به، چې د چهارشنبې په ورځ ده، د دغې لړۍ ګټونکي معلوموي.

د دوشنبې د ورځې اګست ۱۵ (زمری۲۴) لوبه د باران له کبله ناوخته پیل شوه او له همدې کبله یې د ۲۰ اورونو په ځای ۱۱ اورونو ته کمه شوه.

افغانستان په ټاکل شویو ۱۱ اورونو کې د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه چې ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په افغان توپ وهوونکيو کې تر ټولو ډېرې ۵۰ منډې نجیب ځدراڼ او ۳۱ راشد خان وکړې.

په توپ اچوونکو فرید ملک درې، نوین الحق او راشد خان دوه-دوه او عظمت الله عمرزي بیا یو کس اوټ کړل.

د دغې لړۍ لومړۍ دوې لوبې ایرلنډ وګټلې. دا لوبې په ایرلنډ کې دي.

XS
SM
MD
LG