د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: ایرلنډ په دویمې شل اوریزې لوبې کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او ایرلنډ لوبه
د افغانستان او ایرلنډ لوبه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ د کوربه ایرلنډ په ګټه روانه ده او په دویمې لوبې کې یې هم افغانستان ته ماتې ورکړه.

د پنجشنبې د ورځې اګست ۱۱ (زمری۲۰) په لوبې کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ایرلنډ ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه.

افغان توپوهونکي ښه ونه ځلېدل او د سر دوه دوه لوبغاړي رحمان الله ګربز او عثمان غني په یوه-یوه منډه وسوځېدل او تر ټولو ډېرې ۳۹ منډې حشمت الله شهیدي وکړي.

ابراهیم ځدراڼ ۱۷، عظمت الله عمرزي ۱۱، نوین الحق ۱۰، کپتان محمد نبي او راشد خان نهه- نهه، نجیب ځدراڼ اته او مجیب الرحمن یوه منډې وکړې.

ایرلنډ د افغانستان ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په مټ پوره او د روانو پنځو لوبو لړۍ یې ۲-۰ کړه.

په لومړۍ لوبې کې چې د سه شنبې په ورځ وه ایرلنډ د افغانستان د ۱۶۸ هدف هم پوره کړ.

د دغې لړۍ درېیمه لوبه سبا ده. دا لوبې په ایرلنډ کې کېږي.

XS
SM
MD
LG