د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په تمریني لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه


د افغانستان او ویسټ انډیز رسمي لوبه د چهارشنبې په ورځ پلیږي
د افغانستان او ویسټ انډیز رسمي لوبه د چهارشنبې په ورځ پلیږي

افغانستان د دوشنبې په ورځ (نومبر۴) د هند د لکنو په ښار کې ویسټ انډیز ته په تمریني لوبه کې ماتې ورکړه.

پچه ویسټ انډیز وګټله، خو افغان لوبغاړو د ویسټ انډیز ټوله لوبه لوبډله په ۱۵۷ منډو وسوځوله. افغانستان دا هدف په ۳۵ اورونو کې پوره کړه.

په افغان لوبغاړو "رحمت شاه ۴۷، نجیب الله ځدراڼ ۴۰، اصغر افغان ۳۳ ناسوځېدلې او ګلبدین نایب اته ناسوځېدلې منډې وکړې."

په توپ اچوونکو کې بیا "نوین الحق او شرف الدین اشرف درې-درې ګلبدین نایب دوه او یمین احمدزي او کریم جنت یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه."

دا لوبې د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو یوې ورځنیو، درې شل اوریزو او یو ټسټ لوبو لپاره د چمتوالي بهیر دی.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ رسمي لوبې د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) پیلیږي.

XS
SM
MD
LG