د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې یوه افغان عسکر ٣ برتانوي پوځیان ووژل


یوه افغان عسکر چی د برتانیی د گورکه عسکرو، له جملی نه دری تنه په شریکه گزمه کی ووژل اوس د تیښتی په حآل کی دی. د برتایی گورکه عسکر د نیپال دي.

پر دغه افغان عسکر دا شک کیږی چی دا حمله یی مخکی ترمخکی پلان کړې وه او وسلې یې پکې استعمال کړیدي.

دا پیښه د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې وشوه. په پیښه کې لږ تر لږه څلور نور برتانوي عسکر زخمی شویدي.

د پوځ مشر شیر محمد کریمی وعده وکړله چی دا برید کوونکی ونیسی اومحاکمه یی کړی. دناټو یونطاق ډگرمن جیمز کارسمیت وویل چی داحمله د یوه فرد وه او هغه د خپلو افغان او ایساف د قواو د ملگرو له خوا نه تیر ایستل شوی و.

د افغانستان ددفاع وزارت نطآق محمد ظاهر عظیمی دغه حمله چی د سه شنبی په ورځ باندی دهیلمند په ولایت کی شویده تائید کړله. چارواکی وايي چی لږ تر لږه څلور برتانوي عسکر زخمی شویدی او افغان عسکر له بریدنه وروسته تښتیدلی دی. په کابل کی، د جمهوررئیس کرزی نطآق په دی برید باندی د خواشینی څرگنده کړیده.

په هغه وینا کی چی د سه شنبی په ورځ دناټو او امریکا د قواو قوماندان جنرال پیټرییس ورکړله هغه په جگړه کی چې د افغانستان د امنیت د تامین لپاره کیږی د یووالی لپاره غږ کړیدی. جنرال پیټرییس وویل دافغانستان او ناټوقواوی باید خپل منځ کی داعتماد مسله یقینی کړی او په ټینگه متحد شی چی مشترک دښمن ته ماتی ورکړی.

د تیر کال په نومبر کی یو افغان پولیس، د هلمند ولایت په یوه پوسته کی، پنځه برتانوی عسکر وویشتل اووی وژل. په عین حال کی دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی نطاق وحید عمر وایي چې افغان مشر او جنرال پیټرییس کوشش کوی چی د یوی قبیلوی ملیشی د جوړولو په برخه کی روغی جوړی ته سره ورسیږی.

ددې ملیشی مقصد به داوی چی له طالبانو سره په لیری پرتو سیمو او کلیو کی جگړه وکړی. وحید عمر د سه شنبی په ورځ وویل دهغوی ترمنځ خبری ادامه لری. افغان چارواکیودا اندیښنه څرگنده کړیده چی یوه داسی ملیشه به حکومت کمزوری کړی.

نور تفصیلات :

په عین حآل کی، دناټو عمومی منشی اندریس فاغ راسموسین وايي دعسکرو دایستلو لپاره مهال ویش ټاکل طآلبان زړور کولی شی او دایتلاف پر قواوباندی خپلی حملی زیاتولی شی. په هغه مرکه کی چی د ډیلي ټیلیگراف په ورځپاڼه کی، دسه شنبی په ورځ خپره شوه، دناټو رئیس وویل چی دی کومه ټاکلی نیټه نشی ښودلی چی نړیوالی قواوی به څه وخت له دغه جنگ ځبلی هیواد نه ووزي. هغه د ایتلاف پر انډیوالو هیوادونو غږ وکړ چی خپل عسکر ترهغه وخت پوری هلته په افغانستان کی وساتی څومره چی ورته ضرورت وی.

دناټو رئیس راسموسین همدرانگه خبرداری ورکړچی له افغانستان څخه به په وخت وتل باندی وتل طالبانو ته دا فرصت برابرولی شی چی بیرته قدرت ته راستانه شی او د گاونډی پاکستان ثبات له خطر سره مخ کړی.

ددوشنبی په ورځ، دافغانستان د بشري حقوقو یوی ډلی وویل چی تر زرونه زیات ملکیان تراوسه پوری په افغانستان کی وژل شویدی؛ په همدی سبب دافغانستان په نهه کلنه جگړه سږنی کال ترټولو خونړی کال بلل کیږی.

په هغه رپوټ کی دافغانستان دبشري حقوقو د څارنی موسسی خپور کړیدی، ویل شویدی چی د سږکال په اولو شپږو میاشتوکی هره ورځ تقریبا ٦ تنه افغانان وژل شويدي او اته تنه نور زخمی شويدي.

په دغه رپوټ کی ویل شویدي چی دامریکا په مشرئ دناټو په قواو کی زیاتوالي د طالبانو بغاوت کمزوری کړی ندی، بلکه هغه افراطیان یی زړور کړیدی چی دغه اقدام ته له خروج نه مخکی د وروستي کوشش او فشار په نظر گوري.

XS
SM
MD
LG