د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي هغه عسکر لټوي چې د برتانیې درې عسکر یې وژلي دي


په افغانستان کې چارواکي وایي چې د هغه افغان عسکر پسې ګرځي چې د هلمند په ولایت کې یې درې تنه برتانوي عسکر وژلي دي.

چارواکي وایي چې دغه افغان عسکر په برتانوي عسکرو باندې د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې د ګډې ګزمې پر وخت حمله کړیده.

په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو (آیساف) د عمومي قوماندان یوه مرستیال ډګر جنرال نک پارکر وایي چې دا شان ناوړه پیښې پخوا هم شوې وې.

" داسې ښکاري چې دا د افغانستان د امنیتي قواوو د یو عسکر لخوا زمونږ په عسکرو باندې د حملې یو بل مثال وي. "

د تیر کال د نومبر په میاشت کې هم دا شان یوه پیښه شوې وه، د افغانستان د ملي پولیسو یوه عسکر د روزنې پر مهال په برتانوي عسکرو باندې ډزې وکړلې او پنځه تنه برتانوي عسکر یې وژلي وو.

ددې پیښې نه یوازې یوه اونۍ وروسته د افغانستان د ملي اردو یو بل عسکر د هیواد په لویدیځ کې په یوې پوځې اډې کې یو امریکایي عسکر وواژه او دوه تنه ایټالوي عسکر یې ټپي کړل.

جنرال پارکر یو ځل بیا وایي چې دا شان حملې د قواوو تر منځ اعتبار ته سخت زیان رسوي او ناوړه عواقب به ولري.

" ‍په ګډو عملیاتو کې که چیرته ستاسو د جګړې ملګری ستاسو په خلاف شي نو دا ډېرې ناوړه اغیزې لري او مونږ باید چې دېته جدي پاملرنه وکړو."

د جمهور رییس حامد کرزي ویاند وحید عمر په کابل کې ویلي دي چې د دفاع وزارت به د دغې پیښې په اړه تحقیقات وکړي.

" که چیرته دا خبره سمه وي نو په ریښتیا هم چې دا د ډیرې خواشینې وړ پیښه ده او هیله لرو چې پدې اړه دې بشپړ تحقیقات وشي تر څو پوره معلومات تر لاسه شي. "

افغان چارواکي همدارنګه وایي چې جمهور رییس حامد کرزي ناټو او د برتانې حکومت ته د بښنې غوښتلو لپاره لیکونه استولي دي.

په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی ځکه چې افغان او نړیوالو قواوو د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د طالبانو د مرکزونو د ځپلو په خاطر نظامي عملیاتو ته زور ورکړیدی.

تیره میاشت د 2001 کال نه راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې له واکه راپرځول شول، د نړیوالو قواوو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه، پدغې میاشت کې د ایتلافي قواوو د سلو نه زیات عسکر په افغانستان کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG