د سږکال ١٣٩٦ بودجه ۴٢٩ ملیارد افغانۍ کېږي چې له دې جملې نه ٢٦٨ ملیارد افغانۍ عادي بودجه ده او ١٦١ ملیارد افغانۍ انکشافي بودجه ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايې، چې د سږني مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې حکومتي ادارو او وزارتونو ایله شپاړس په سلو کې انکشافي بودیجه مصرف کړې ده.
ددغه وزارت چارواکیو ددې ستونزې اصلي لاملونه په اړوندو ادارو کې د کاري ظرفیتونو کموالی بللی دی. بل لور ته د ولسي جرګې غړي د تدارکاتو مرکزي کول د ستونزې اصلي لامل بولي. یو شمېر نور بیا په کابینه کې د سرپرستو وزیرانو شتون هم د یودیجی د نه مصرف دلیل بولي.
د ملي وحدت د حکومت رهبرانو ویل چې د دوي کابینه به خپلې اړوندې بودیجې په کافي توگه مصرف کړي. خو داسې ښکاري چې برعکس دغه کابینه د بودیجې په مصرف کې ناکامه ده. غوامل ېې د رحیم گل څاروان په رپوټ کې موندلی شئ.