د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په لوګر کې تر ټولو ستر روغتون جوړ کړ


چارواکي وایي دا روغتون به ژر پرانیستل شي
چارواکي وایي دا روغتون به ژر پرانیستل شي

د لوګر روغتيايي مسوولين وايي د "نایب امین خان" په نامه دغه روغتون ۳۰۰ بسترې لري او ژر به پرانیستل شي.

دغه روغتون د لوګر مرکز پل علم اړوند د کُنجک په سیمه کې د پاکستان په مالي مرسته جوړيږي. ددې روغتون چارې بشپړېدونکې دي اونږدې راتلونکی به خپل خدمات پيل کړي.

د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ثمرګل ثمر پر دغه روغتون د شوي لګښت په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې دا ۳۰۰ بستريز روغتون به د ناروغانو په ښه درملنه کې موثر تمام شي.

چارواکي وایي دا روغتون به ۳۰۰ بسترې ولرې
چارواکي وایي دا روغتون به ۳۰۰ بسترې ولرې

ډاکټر ثمر وويل "زموږ د ولايتي روغتون بېډونه له نوي تر سل فيصده هر وخت ډک وي. په ټوله کې زموږ د روغتون ساحه ډېره کمه ده او تعمير يې کوچنی دی. خو د ناروغانو لپاره مو امکانات برابر کړي دي."

نوموړي دغه راز وويل چې د ياد شوي روغتون پر نويو تشکیلاتو يې کار پيل کړی دی. هغه زياته کړه چې دا به پر لوګر سربېره د ګاونډيو ولايتونو د ناروغانو لپاره هم لازم خدمات وړاندې کړي.

د لوګر اوسنی فعال روغتون ۱۰۰ بستريز دی. دا د نسايي ولادي، عمومي داخله، د ماشومانو داخله او د عمومي جراحۍ څانګې لري، خو د ډاکټرانو په وینا د ځای د کمښت له کبله له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي "هر موسم ځانته مريضان لري، اوس د ژمي موسم دی. ټول ناروغانو مو د سينه وبغل دي، ټول وارډونه له ناروغانو ډک دي. موږ ته د راکړي شوي هدف نه پنځه برابره لوړ يو."

په لوګر کې د پاکستان په مالي مرسته نوی جوړېدونکی روغتون له هغو ډېرو کمسارو پرمختيايي پروژو څخه ګڼل کېږي چې په وروستۍ يوه لسيزه کې يې د افغانستان په ځينو سيمو کې پرې پانګونه کړې ده.

لا معلومه نه ده چې په دغه روغتون باندې څومره لګښت راځي
لا معلومه نه ده چې په دغه روغتون باندې څومره لګښت راځي

په ورته وخت کې د لوګر يو شمېر اوسېدونکي د ياد شوي روغتون پرانستلو ته له دې کبله خوښ دي، چې د کابل او يا نورو ولايتونو پر ځای به ناروغانو په خپل ولايت کې تداوي کړای شي.

د لوګر يوه اوسېدونکي حکمت الله اشنا راډيو ته وويل "ددغه روغتون موجوديت ته زښته ډېره اړتيا ليدل کېږي، نه يواځې لوګر ته، بلکه شاوخوا نورو ولايتونو ته هم مهم ګڼل کېږي."

اوسمهال په لوګر کې د معياري روغتيايي خدماتو د کمښت له کبله خلک خپل ناروغان کابل او يا له هېواده بهر وړي. دوی له مسوولانو غوښتنه لري، چې نوی روغتون پر مډرنو طبي وسايلو سمبال کړي.

XS
SM
MD
LG